GAMES Catalog
10 Mahjong 2 Player 2048 3d Mahjong Addition Adventure Time Alien Alphabet Animal Apple & Onion Arcade Archery Art B& W Mahjong Barbie Base Defense Baseball Basketball Batman Battleship Beat Em Up Ben 10 Bike Bingo Blackjack Board Games Boat Bowling Boxing Breaker Brick Breaker Bubble Shooter Bugs Bunny Bunnicula Car Card Cartoon Cat Chain Reaction Chess Chhota Bheem Christmas Clarence Classic Clicker Color Coloring Comics Connect 3 Connect the Dots Cooperative Cowboy Craig of the Creek Crash & Bernstein Cricket Cross the Road Crossword Darts Dennis & Gnasher Descendants Destruction Dice Digging Disney Division Dog Dominoes Dora Drawing Dress Up Driving Easter Education Environmental Escape Exclusive Fairly OddParents Fighting Filling Find Differences Fishing Flappy Bird Floogals Flying Food Football Freecell Solitaire Frozen Fungies Funny Gambling Gamer's Guide Geography Geometry Girl Golf Golf Solitaire Grabber Mahjong Grizzy & the Lemmings Gumball Gun Halloween Hand Drawn Health Helicopter Henry Danger Hexjong Hidden Object Hockey Holiday Idle Independence Day Inspector Gadget Isometric Jigsaw Puzzles Jumping Kids Kindergarten Klondike Solitaire Knife Throwing Knight LEGO Logic Looney Tunes Loud House Mahjong Mahjong Connect Mahjong Sequence Mahjong Slide Mahjong Solitaire Mao Mao Master Moley Math Maze Maze Attack Memory Merge Mighty MagiSwords Minesweeper Mobile Motorcycle Movie Mr. Bean Multiplication Muppets Music Neon New Years Ninja Nonograms Numbers Parking Path Making Pattern Penn Zero Phonics Physics Pin Pull Pinball Pirate Pixel Platform Plumber Poker Police Pool Powerpuff Girls Preschool Puzzle Pyramid Solitaire Quiz Racing Ragdoll Reading Regular Show Religious Rotate Puzzle RPG Running Rusty Rivets Sandbox Sanjay & Craig Science Scooby Doo Shooting Simulation Skateboard Slicing Slide Puzzles Slots Smurfs Snake Snow Soccer Sofia the First Sokoban Solitaire Sorting Space Spelling Spider Man Spider Solitaire SpongeBob Sports St Patrick's Day Stacking Star Star Wars Steven Universe Stickman Strategy Subtraction Sudoku Survival Swimming Sword Taffy Tangram Tank Tap Teen Titans Go Tennis Tetris Thanksgiving TMNT Tom & Jerry Tower Mahjong Traffic Management Train Transformers Tripeaks Solitaire Triple Mahjong Truck Tycoon Typing Uncle Grandpa UniKitty Valentine's Day Victor & Valentino Viking Wacky Races Water Watermelon We Bare Bears Wizard of Oz Word Word Search Zombie
گیم کی معلومات
نیا بونس سلاٹ گیم بڑا انعام کیسینو خوش قسمت انعام اسپن روزانہ انعام کے ساتھ کھیلیں بڑا خزانہ جیتیں ٹاپ انعام جیک پاٹ مقبول نئے سلاٹ گیم مشہور ایڈونچر گیم مفت سلاٹ کا تجربہ سلاٹ گیمز مفت سلاٹ مشین آن لائن جوا کیسینو کھیل بہترین سلاٹ گیمز جیک پاٹ جیتیں گیمز ڈاؤن لوڈ کریں موبائل کیسینو گیمز نئی سلاٹ مشین انعامات کے ساتھ کھیلیں سمندری ڈاکو خزانہ گیم

د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن پرېس كنفرنس

image
APP63-31 ISLAMABAD: December 31 – Federal Minister for Information and Broadcasting, Chaudhry Fawad Hussain addressing a press conference. APP

اسلام آباد 31 دسمبر (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي په جمهوري حكومت كښې سندھ كښې د ګورنر راج لګولو جواز نشته او نه وفاق په سندھ كښې د بدلون په عمل كښې لاس وهنه كوي٬په جعلي اكاؤنټس سكينډل كښې د سندھ اعلٰی وزير مراد علي شاه نامه راغلې ده٬هغه ته مشوره ده چې د خپلې چوكۍ څخه استعفٰی وركړي٬ګينې په بل صورت به سندھ اسمبلي هغه اخوا كړي٬د وفاقي حكومت دوو وزيرانو يوازې په الزام د كابينې نه په اخلاقي توګه استعفٰی وركړی وه٬د اسمبلۍ د غړو ټاكنه اولس كوي او د اعلٰی وزير د بدلولو اختيار د صوبائي اسمبلۍ سره وي٬د سندھ اسمبلۍ د پيپلز ګوند پشمول د نورو غړو د اعلٰی وزير بدلولو لپاره زور راوړې ٬د سندھ حكومت د پرمختيائي پروژو په اربونو روپۍ په پرمختګ خرڅ كولو په ځاې د اومنې ګروپ او د جعلي اكاؤنټس د لارې زرداري سسټم ته منتقل شوي ٬د زرداري او نواز شريف سياست لپاره د كرپشن تعريف به بدلول وي او كرپشن به هلال ګرځول وي٬د احتساب عمل به هم دغسې ګړندې روان وي٬د كرپشن پلټنو څخه به سپيځلتيا رامخې ته شي او هېواد به په معاشي توګه مستحكم شي٬اصغر خان كيس په جمهوري حكومت كښې بدترين مثال دې٬د دغې كاروائي مخ په وړاندې بوتللو له به وفاق په زړه پوې كردار ترسره كوي٬نوې كال به د سياسي تاريخ روښانه باب وي٬ آصف علي زرداري د ذوالفقار علي بهټو او د بېنظيربهټو د پيپلز ګوند سره هېڅ تعلق نه لري٬هغه يوازې د كرپشن لپاره د هغوي نومونه كاروې۔هغه د ګل په ورځ پي آئي ډي مېډيا سنټر كښې پرېس كنفرنس كولو۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل په فيك اكاؤنټس چې د آئي ټي لخوا كوم حقيقت راوړاندې شوې هغه د ټولو ته معلوم دے ٬د سندھ د اولس پيسه پھ دوبئي او لندن كښې خرڅ كېدله٬د غريبو او كروندګرو پيسه د زرداري صېب اكاؤنټس ته تلله٬ ده ووئېل دې ټولې معاملې ته د كال 2016 څخه وفاقي حكومت كتل٬پھ دې اړه هغه مهال د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان هم پريس كنفرنس كړی ؤ ٬د هغه څخه هم دا پوښتنه ده چې هغه د دې نه دوه كاله وروستو ولې غلې ناست ؤ ۔ده ووئيل دا كيسونه د تحريك انصاف حكومت نه دي جوړ كړي٬مونږ د ادارو په كنټرول كولو باور نه لرو٬د دې څخه وړاندې معاملات دغسې روان ؤ چې څه واخله څه راكړه خو چې كله نه عمران خان اقتدار له راغلې نو د څه واخله او څه راكړه سياست ختم كړی شوې ۔ده ووئيل د څو ورځو نه دا تاثر ورككولو له هڅه روانه وه چې وفاقي حكومت د سندھ حكومت اخوا كولو لپاره هڅې كوي٬په مېډيا هم پھ دې اړه خبرونه خپرېدل چې پكښې دا تاثر وركړی كېدو چې په سندھ كښې ګورنر راج راروان دے ٬ وفاقې وزير ووئېل داسې څه هم نشته٬په جمهوري حكومت كښې د ګورنر راج هېڅ جواز نه جوړیږي٬ده ووئيل د آصف علي زرداري او نواز شريف د كرپشن لپاره چارټر آف ډيموكريسي لاس ليك كړې ؤه چې پكښې دا پريكړه شوې چې پاكستان پيپلز ګوند او پاكستان مسلم ليګ(ن)به د يو بل په كرپشن پرده اچوي٬دواړو ګوندونو وار په وار دا كار٬ د اطلاعات وزير ووئېل به غلا نيولو د دواړو سياست ختم كړی شوې٬آصف علي زرداري سندھ او نواز شريف پنجاب حكومت خپل كرپشن سبسډريز جوړ كړي وو٬په سندھ كښې پرمختيائي فنډز٬د كروندګرو٬د رنځورانو يونټس بحالولو لپاره سبسډي پيسه د بېلو ځايونو څخه د زرداري سسټم ته رارسېدلې٬ ده ووئېل آصف علي زرداري او نواز شريف د اولس د خذمت په پيسو الوتكې اخستې٬په لندن او دوبئي كښې محلونه جوړ كړې شوي ۔ده ووئيل زمونږ دوه وفاقي وزيرانو په الزام لګېدو خپلې استعفٰی وزيراعظم ته وړاندې كړی٬مونږ چې كوم اصول د خپل ځان لپاره خپل كړي په دې اصولو نورو سره هم خبره كوو۔ده ووئيل مراد علي شاه دې استعفٰی وركړي او د پيپلز ګوند څخه دې بل وزيراعلٰی جوړ كړي۔وفاقي وزير ووئيل مونږ كله هم نه دي وئېلې چې سندھ حكومت بدلوو٬د سندھ حكومت د بدلولو تاثر زائل كول غواړي٬په دې لړ كښې نن وزيراعظم سره درې ملاقاتونه شوي ۔ د اطلاعات وزير ووئېل وزيراعظم عمران خان امر كړې دا تاثر دې ختم كړی شي چې د سندھ حكومت په بدلولو كښې وفاق لاس وهنه كوي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل په ايګزټ كنټرول لسټ كښې د سندھ اعلٰی وزير نامه ښه نه ښكاري خو پخوا اسحاق ډار د وزيراعظم په الوتكه كښې تښتېدلې٬حسېن حقاني او د اېس اي سي پي چيئرمېن هم بهر هېواد ته تللي او تراوسه نه دي راغلې ٬ ځكه د پلټنو كوونكو ادارو له اړخه رالېږلې نومونه په اي سي اېل كښې اچولې شوي۔ده ووئيل حكومت په دې حقله اصول جوړ كړي او په هغې عمل كوي۔د زلفي بخاري نامه هم كابينې د اي سي اېل نه نه ده ويستې بلكې د عدالت په امر اخوا كړې شوې۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل بلاول بهټو زرداري دې خوبونه ليدل بند كړي ٬ د هغه پلار حكومت نه دې اخوا كړې نو دې به څنګه په لسو ورځو كښې وفاقي حكومت اخوا كړي۔ده ووئيل په جعلي اكاؤنټس سكينډل كښې متاثر فريق د سندھ مېړنې اولس دے ٬ د چا د پرمختګ او خېرښېګړی اربونه روپۍ چې د زرداري سسټم ته تللې ٬د سندھ اولس به د سندھ حكومت او زرداري په ضد پاڅون كوي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د اصغر خان پھ كيس كښې اېف آئي اے نيغ په نيغه راپور وړاندې كړې چې پكښې وئېلي شوي د كيس مخ په وړاندې بوتللو له شواهد ناكافي دې٬په دې حقله هم وزيراعظم سپارښتنه كړې چې په راروانو څو ورځو كښې ډي جي اېف آئي اے دې د اصغر خان كيس په حقله وزيراعظم له بريفنګ وركړي۔د قانون ترمخه به دا كيس مخ په وړاندې بوتللې شي

مضمون کا ماخذ : لوٹیریا سانتا کیٹرینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں