اسلام آباد 17 جنوري (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي چې سعودي زمونږ رښتنې ملګرې او ورور اسلامي هېواد دے او هر پاكستانې سعودي عرب خپل دوېم كور ګڼي٬ دواړه هېوادونه يو بل سره په ديني ٬ كلتوري او اقتصادي رشتو كښې تړلي دي كومو څخه چې د دواړو هېوادونو اړيكو ته نوې ولوله ترلاسه كېږي۔ ا??لس مشر دا خبرې په ايوان صدر كښې د سعودي عرب د تجارانو او سرمايه كارو پلاوي س??ه ملاقات كښې وكړې چا چې د شورو په ورځ د تجارت او سرمايه كارۍ وزير ډاکټر ماجد الکسابي په مشرې كښې اولسمشر س??ه ملاقات كړې۔ په دې موقع د تجارت وزير پروېز ملك، د دفاع وزير انجينئر خرم دستګير خان٬ د خزانې وزار?? دوهم وزير رانا محمد افضل خان، د سعودي سفیر کموډور نواف سعید احمد المالکي، د پلاوي غړي او نور اعلٰې چارواكي هم موجود وو۔ د سعودي د اعلٰې كچ پلاوي د سعودي د شريك وزارتي كمېسون په يوولسمه غونډه كښې ګډون لپاره د پاكستان په دوره دے۔ ا??لس مشر ووئيل د پاکستان او سعودي عربستان اړيكې د خاص اهميت وړ دي او د دواړو هېوادونو ترمېنځه د باور او مينې شانداره رشته جوړه ده كومه چې نړۍ لپاره د مثال حېثيت لري۔ ا??لس مشر ووئيل د دواړو هېوادونو ت??مي??ځه په بيلو څانګو كښې مرسته روانه ده د كومې زياتولو ته چې اړتيا ده۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو ت??مي??ځه تجارتی حجم کم دے د كوم لا زياتولو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل بايد د دواړه هېوادونو د سرمایه كارو ت??مي??ځه د ملاقاتونو سلسله باقاعدګۍ سره روانه وساتلې شي۔ دې سره به د سرمایه کارۍ نوې لارې پرانستلې شي او د دواړه هېوادونو ت??مي??ځه په اولسي او حکومتی كچه اړيكو ته وده ترلاسه شي۔ ده ووئيل د سعودی عرب وژن2030 پالیسي زيات اهميت لري او دا به د سعودی عرب معیشت سباؤن كښې لا مستحکمولو كښې مهم کردار ترسره كړي۔ ا??لس مشر ووئيل پاکستان د سرمایه کارۍ په لحاظ ښه هېواد دے۔ د سعودی سرمایه کار دې د توان ، تعمیراتو او كركيلې څانګو كښې د سرمایه کارۍ څخه استفادہ وكړي۔ ا??لس مشر د سعودی عرب د خپلې تيرې دورې ذکر کولو سره ووئيل د دورې په مهال د سعودی عرب شاہ سلمان بن عبدالعزیز السعود س??ه ملاقات شوې ؤ چې پكښې په دوه اړخيزه اړيكو ګټورې خبرې اترې شوې وې۔ ده ووئيل دا مهال په سعودی عرب كښې 26 لکھ پاکستانیان مېشته دي او هغوي سعودی عرب خپل دويم كور ګڼي۔ ده ووئيل هم دغه پاکستانیان د سعودی عرب معاشی پرمختګ كښې خپل كردار ترسره كوي او د دواړو هېوادونو ت??مي??ځه د يو پل كردار ترسره كوي۔ ده د خادم الحرمین شریفین سلمان بن عبدالعزیز السعود د پاکستانی کمیونټۍ په خيال ساتلو مننه وكړه۔ د سعودی عرب د تجارت وزير ډاکټر ماجد الکسابی ووئيل په کونسل غونډه كښې مهمې پريكړې كېږي د كومې چې ښه نتيجې ترلاسه كېږي۔