اسلام آباد 07 دسمبر (اے پی پی) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی سره د ل??دن میئر صادق خان د زيارت پھ ورځ د هغه په دفتر كښې ليدلې دي ۔ د ملاقات پھ مهال کاروباری شخصیات او د خبريالانو پشمول 25 كسيزه پلاوې هم موجود ؤ۔ د ل??دن میئر صادق خان د چوكۍ سنبھالولو نه پس پھ وړومبني ځل پاکستان ته راغلې۔ وزیراعظم شاهد خاقان عباسی د ل??دن میئر صادق خان هركلې كولو سره ووئيل د ل??دن میئر په حېث د صادق خان په ټاكنه ټول پاکستانیان وياړ لري او د هغه کامیابۍ له لاس په دعا دي۔ وزیراعظم نیویارك كښې د برتانيې وزیراعظم سره د خپل ملاقات ذکر كولو سره ووئيل د پاکستان حکومت برتانيې سره په خاص توګه تجارت او سرمایه کارۍ په اړه نزدې اړيكو ته د قدر په سترګه ګورې?? ده ووئيل پاکستان برتانيې سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي۔ وزیراعظم د ل??دن میئر پاکستان كښې د تجارت او سرمایه کارۍ په اړه د موجوده موخو څخه خبر كړو?? ده د ل??دن میئر ته ووئيل د حکومت په هڅو پاکستان كښې د طلب څخه زيات توان شته او د ترهه ګرۍ مخنيوي له د کامیابو هڅو په سوب پاکستان د برتانيې سرمایه کارو له ښه هېواد جوړ شوې ?? ده هيله څرګنده كړه چې د ل??دن میئر او د هغه پلاوې كښې کاروباری شخصیات هم شامل دې ٬ هغه به لندن ته دا پیغام ورسوي چې پاکستان كښې د تجارت، سرمایه کارۍ او معنی لرونكې مرستې هركلې كولې شي۔ د ل??دن میئر صادق خان وزیراعظم د چارواكو ، میډیا او بيلو کاروباری شخصیات سره د خپلو کامیابو ملاقاتونو نه خبر كړو?? ده ووئيل مونږ د انفراسټرکچر، ټیکنالوجی او توان پشمول بيلو څانګو كښې د حکومت د اړخه ترلاسه کامیابیو څخه متاثره شوې يو?? ده ووئيل زمونږ د راتږ سره غلط تاثرات لرې شوې ?? ده بریکزټ نه پس یو کے كښې د موجودو کاروباری موخو څخه د پاکستان د بشپړه ګټې پورته كولو بلنه وركړه?? ده ووئيل ټول هېوادونه او په خاص توګه دولت مشترکه هېوادونو سره د نزدې اقتصادی شراکت دارۍ خوښې لرو?? ده وزیراعظم له باور وركړو چې د ل??دن میئر په حیث به د پاکستان او لندن ترمينځه نزدې رابطو له پھ زړه پورې کردار ترسره كوم۔ د ل??دن میئر وزیراعظم له د پاکستان 70مې آزادۍ ورځ په مناسبت سره پھ 28 نومبر 2017ء برټش میوزیم كښې په ي??ه دستوره كښې قائداعظم محمد علی جناح د مجسمې د مخ كتنې په اړه خبر كړو۔ دغه مجسمه لنکنز ان كښې اېښودې شوي۔ په دې مهال قائداعظم محمد علی جناح ته پيرزوئنې هم وړاندې كړې شوي۔