اسلام آباد 27 نومبر (اے پي پي) داخله وزير احسن اقبال د احتجاجې ناستې په ضد د عمليات?? جاج ا??ستو لپاره د داخله سېكتر په نګرانۍ كښې درې كسيزه كمېټي جوړولو سره وئيلي دې د كركې خاتمې لپاره مرسته كول د علماﺀ كرامو فرض دي٬ په ختم نبوتۖ هېڅ ډول سودا نه ده شوې او نه كېدې شي۔ د ګل په ورځ د جاري شوي بيان له مخې داخله وزير وئيلي دې كمېټي به جاج ا??لي چې آيا د كال 2014 نه پس د دهرنو م??نيوي صلاحيت زيات شوې ۔ داخله وزير د مظاهرچيانو او دهرنو م??نيوي لپاره د يو زر جديد صلاحيت لرونكې پوليس خاص ډله په بيړنۍ توګه د جوړولو او د اسلام آباد پوليس ضرورتونه په سمدستي توګه د تر سره كولو سپارښتنه وكړه۔داخله وزير ووئيل د عدالتي پرېكړو په رڼا كښې بيا لپاره په پايه تخت كښې د دهرنو لړۍ بندول پكار ده ځكه چې د اوسنۍ دهرنې څخه په نړيواله كچه د پاكستان تشخص ځپلې شوې او په كورنۍ توګه كمزورې شوې ۔ داخله وزير ووېيل سي پېك پاكستان لپاره د پېړۍ ډالۍ ده٬ د سي پېك ناكامۍ لپاره يو شمېر قوتونه كار كوي او ځينې قوتونه قصداً د هېواد د دښمنانو اېجنډا مخ په وړاندې د بوتللو ذريعه جوړېږي۔ ده ووئيل د مذهبي لارښودو فرض دي چې د دين سمو تعليماتو نه قام خبر كړي٬ كه كركه خپره شوه نو څو نسلونه به ورسره مخ كېږي۔ ده ووئيل په ختم نبوتۖ هېڅ ډول سودا نه ده شوې او نه كېدې شي٬ د دهرنې په موقع په كورونو د بريدونو مناظر د شرم وړ وو۔احسن اقبال ووئيل ځوانانو ته د تشدد په ځائ د تعليم او م??نت ترغيب وركول د دين د ټولو نه لوي خدمت دے۔ده ووئيل د علماﺀ كرامو فرض دې چې د كركې خاتمه كولو له مرسته وكړي۔ احسن اقبال ووئيل اسلام د امن او ورورولۍ درس وركوي۔