اسلام آباد 23 اکتوبر (اے پی پی) د قامي احتساب بيورو (نېب) چيئرمېن جسټس(ر)جاوېد اقبال وئېلي دي په نېب كښې د مېګا كرپشن مقدمې به اوس په المارو او فائلونو كښې نه وي پرتې بلكې د 25 اكتوبر 2017 څخه وروستو د مېګا كرپشن په ټولو مقدمو مو د قانون ترمخه كارو??ئي كړی٬رپورټ مو په 30 مياشتې كښې غوښتې اوس به كار كار او صرف كار وي٬څوك چې څومره هم بااثره وي احتساب نه بالاتره به نه وي٬٬زما وړومبۍ ترجيح هېواد څخه د بدعنوانۍ ختمولو له زيرو ټالرنس پالېسي او د قانون په دائره كښې ټول شكايتونه ٬ انكوائرۍ او تحقيقات په سپېځلي ډول په ميرټ٬ دلائلو او په سائنسي بنيادونو سرته ر??ول دي۔ نېب د كوم سياسي او ذاتي بدلې اخستو لپاره نه دې جوړ شوې۔ده ووئېله د كوم فرق نه لرې به هېواد څخه د بدعنوانۍ ختمولو له ګامونه پورته كولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه د نېب چيئرمېن نېب ه??ډ كوارټرز كښې د يوې غونډې مشرۍ په مهال وكړه۔ غونډه كښې دوهم چيئرمېن امتياز تاجو او د نېب هېډكوارټرز او ټولو ريجنل بېوروز ډي جيز ګډون وكړو۔ ده ووئيل د نېب دننه د احتساب عمل ته په اولني پړاؤ كښې تر ټولو زياته پاملرنه كېږي۔ ول?? چې كه زمونږ كور سم وي نو مونږ به په صحيح توګه ټول هېواد څخه د بدعنوانۍ ختمولو له خپل كردار ترسره كړې شو۔ ده ووئيل د نېب بجټ به اوس د قانون ترمخه مصرف كولې شي زه غېر ضروري خرڅونه نه خوښوم۔