پينډۍ 02 اکتوبر (اے پی پی) ?? پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ کابل كښې د افغانستان اولس مشر اشرف غنی سره ليدلي۔ د ملاقات په مهال په شريكو دوه اړخيزه چارو غور شوې۔ د آئی اېس پی آر له مخې سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ چې کابل ورسيد نو افغان ځواك د هغه تود هركلې وكړو۔ ?? پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ ته ګارډ آف آنر هم وړاندې كړې شوې۔ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ افغان اولس مشر اشرف غنی سره يو په يو او د پلاويو په كچه ملاقاتونه كړي۔ افغان اولس مشر اشرف غنی په دې موقع ووئيل پاکستان او افغانستان ملګرې هېوادونه دي او دواړو له به د ك??ټلي امن او استحکام له په ګډه مخ په وړاندې تګ كول وي۔ دواړو هېوادون?? د ??يمې موجودہ امنيتي صورتحال ا?? د ??وه اړخيزه اړيكو جاج واخست دغسې پاك افغان اړيكو په ټولو اړخون?? د ??يالاتو څرګندونه وشوه۔ د اوږدې مودې امن په اړه د شريكو خطرو په ضد مرستې ٬ د ترهه ګرۍ مخنيوي او غیر ریاستی عناصرو په اړه استخباراتي شیئرنګ ٬ تجارت اوعوامی رابطو پھ اړه په چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ د افغانستان امنيتي ځواك د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د شريكو ګټو ترلاسه كولو لپاره د تربيې او د كار استعداد زياتولو له ?? پاكستان د اړخه د مرستې وړانديز وكړو۔ دواړه اړخه د سیاسی عمل د لارې امناكه چاپيرچل ٬سيمه ايز استحکام له فرېم ورك ته سلا شوي۔ سيمه كښې امن او استحکام له د غلط فهمیو لرې كولو ٬ د بحران صورتحال ختمول له دوه اړخيزه مرستې زياتولو له په بيلو كچو باقاعدګۍ سره خبرو اترو ته هم سلا راغله۔ د افغانستان دوهم اولس مشر ٬ اول ډپټی چیف ایګزیکټو آفیسر٬ دوهم چیف ایګزیکټو آفیسر٬ د نېشنل سکیورټی ایډوائزر٬ ?? اېن ډی اېس چیف٬ د دفاع وزیر٬ د ك??رنيو چارو وزير ٬ د افغان سفیر او افغان آرمی چیف هم په غونډه كښې موجود ؤ دغسې سرلښكر جنرال قمر جاوید باجوہ سره پلاوي كښې خارجه سېكتر ٬ د آئی اېس آئی ډی جی او ?? پاکستان سفیر شامل ؤ