اسلام آباد 14 ستمبر (اے پی پی) د كابينې اقتصادي رابطه كمېټۍ د وزيراعظم بر??مدي پېكچ ته پراختيا وركولو او د هغې د اثراتو تفصيلي جاج اخستو لپاره د خزانې ٬ تجارت ډويژن او د اېف بي آر نمائندګانو پشمول د كمېټئ جو??ولو منظوري وركړې٬ په هېواد كښې 2.788 مېليونه ټنه چيني شته٬ د تجارت وزارت چارواكي شوګر ملونو ته د 0.5 مېليونه مېټرك چينۍ بر??مد كولو د اجازې وركول واك لري۔ د اقتصادي رابطه كمېټۍ غونډه د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ كښې وشوه۔ غونډه كښې په هېواد كښې د بر??مداتو ودې لپاره د وزيراعظم د بر??مدي پېكج د آثراتو جاج اخستې شوې۔ د 180 اربه روپو بر??مدي پېكج سره د ټېكسټائل او نان ټېكسټائل څانګې بر??مد كوٶنكو خپل بر??مدي صلاحيتونو كښې زياتوالي له مراعات وركړې شوي۔غونډه كښې ووئيل شول چې دې پېكج سره به د هېواد د بر??مداتو اشاريې په ځانګړې توګه د بهترۍ په لور روانې شي۔غونده كښې د بر??مدي پېكج موقعو ته پراختيا وركولو او په دې كښې نورې څانګو په ش??ملولو په وړاندېزونو غور وشو۔ وزيراعظم په دې لړ كښې د خزانې ٬تجارت ډويژن او د اېف بي آر نمائندګانو ته د كمېټې جو??ولو هدايت وكړٶ دغسې چې د بر??مدي پېكج د آثرات تفصيلي تجزيه وكړې شي او د بر??مدي پېكج موقعو كښې د مجوزه بدلون او څانګو د شموليت تفصيلي جاج واخستې شي