آستانه ۔ 10 ستمبر (اے پی پی) پاكستان او بوسنيا د شريكو اقتصادي منصوبو جاري كولو او بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه مرسته لا زياتولو ته سلا شوي ??ي۔ دا سلا د دواړو هېوادونو ترمينځھ د اولس مشر ممنون حسېن او بوسنيا اولس مشر باقر عزت بېګووچ د او آئي سي اولنۍ د مشرانو غونډې په مهال شوي ملاقات كښې راغله۔ دواړه لارښود د پ??كستان او بوسنيا ترمينځه د شريكې خوښې په څانګو كښې مرستې او د پ??رلماني پلاويو تګ راتګ ته سلا شوي ??ي۔ دغسې د دواړو هېوادونو ترمينځھ تجارت ته په وركولو ههم اتفاق شوې۔ اولس مشر په دې مه??ل د بوسنيا سرمايه كارو ته پاكستان كښې د سرمايه كارۍ كولو بلنه وركړه۔ اولس مشر ووئيل پاكستان بوسنيا سره خپلې اړيكې ډېرې مهمې ګڼي۔ ده زياته كړه چې بوسنيا سره ملګرتيا به راتلونكو نسلونو ته منتقل شي۔