اسلام آباد ۔ 22 جون (اے پی پی) د موسمياتي بدلون وزير مملكت زرتاج ګل وئيلي دي د 42 ملینه روپو په ګرانټ د اېن اے 191 ډیرہ غازی خان په 14 سکولونو كښې د كلاس رومز او نوو بلاكس جوړولو په منصوبو كار پېل كړے شو?? ۔ د پخوانو جاګيردارؤ د لاسه د زده كړې دروازې بندې پاتې كېدو له امله د سيمې اولس د زده كړو په مېدان ك??ې وروستو پاتې شو??۔ د تحریک انصاف حکومت به د سيمې د خلقو د تعليم په اړه د محرومتيا احساس لرې كړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې ډېره غازي خان ك??ې د مختلف پرائمري او هائي سكولونو دورې په موقع وكړه۔ دې ووئيل د بده مرغه په تېرو 72 كلونو كښې نه په سكولونو كار شو?? او نه د زده كړو د معيار په ښه كېدو۔ دې ووئيل مونږ اولس سره كړې لوظونه تر سره كوو۔ كومو سيمو كښې چې سكولونه نشته ه??ته نوي سكولونه جوړوؤ۔ په دې به 42 ملينه روپۍ مصرف كولې شي او دې لپاره فنډز جاري كړے شو??