اسلام آباد 19 جون (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه م??مو?? قريشي وئيلي دي چې هند ته ?? سلامتي كونسل غېر مستقل غړي ټاكل كېدو لپاره كه واك اوور وركړے شوې وي نو په تېر وخت كښې به چا وركړے وي، قومي پرېكړې په جذباتو نه قومي ګټې په نظر كښې ساتلو سره كولې شي، هند مخكښې هم اووه ځله ?? سلامتي كونسل غېر مستقل غړے پاتے شوے، هغه كشمير كاز ته زيان نه شي رسولے، مونږ ته معلومه ده چې د هند د عزائم مخه څنګه نيولې شي، په لداخ كښې د چين او هند شخړه خونړې شوې، د كورونا نه پس هند په مالي توګه ديواليه شوے، هند كوم فلېګ آپرېشن كولې شي خو هند ته وئيل غو??ړم چې كه د پاكستان په پلو مو سترګې پورته كړې نو بشپړ غبرګون لپاره تيار يو. د جمعې په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د پاكستان مسلم ليګ ﴿ن﴾ سناتور مشاهد حسېن سيد لخوا د پورته كړې شويو نكاتو ??واب وركولو سره خارجه وزير شاه م??مو?? قريشي ووئيل چې د بشكيك څخه به ګېر شوي پاكستانيان نن راورسولې شي. كوم پاكستانيان چې راځي، هغوي قرنطينه كولې شي. په ترجيحي بنيادونو ا??س خواري كښ راوستل كېږي. وزيراعظم په دې لړ كښې احكامات جاري كړي دي. خارجه وزير ووئيل چې مشاهد حسېن سيد يوه نكته پورته كړې، د هغې وضاحت لپاره راغلے يم. ده ووئيل چې هند ته ?? سلامتي كونسل غېر مستقل غړي ټاكل كېدو لپاره كه واك اوور وركړے شوې وي نو په تېر وخت كښې به چا وركړے وي