اسلام آباد ۔ 11 جون (اے پی پی) احساس اېمرجنسی کېش پروګرام په 9 اوونو كښې يو كروړ مستحقينو سره د مالي مرستې كولو هدف ترسره كړے دے۔ دا پروګرام د روان كال اپرېل مي??شتې په 9 مه نېټه پېل شو چې مقصد ئې د كورونا وائرس لاك ډاؤن ځپليو كورنيو سره مالي مرسته كول وو۔ په مجموعي توګه به 12 ملينه نه زياتو كورنيو ??ه د كورنۍ په سر 12 زره روپۍ وركولو سره 144 ار??ه روپۍ وېشلې شي۔ په احساس اېمرجنسی کېش پروګرام تبصره كولو سره د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاك??ر ثانيه نشتر ووئيل د لوئے څښتن په كرم مونږ په 9 اوونيو كښې 10 ملينه وګړو ??ه د مرستې رق?? وركولو هدف ترسره كړې دې او د راروانې مي??شتې تر پايې به 12 ملينه وګړو ??ه د مرستې رق?? وركولو هدف ترلاسه كړؤ۔ دې ووئيل كورونا وائرس ځپليو مستحقينو سره مالي مرستې له ګرد هېواد كښې 10,000 نه زيات د ادائيګۍ مركزونه جوړ كړې شوي دي۔ دې ووئيل تر دې دمه پنجاب كښې 43.42 ملینه مستحقینو ته 52.70 ار??ه روپۍ ، سندھ كښې 30.34 ملینه مستحقینو ته 36.63 ار??ه روپۍ او خېبر پختونخوا كښې 18.45 ملینه مستحقینو ته 22.69اربه روپۍ وركړې شوي دي۔ دغسې آزاد كشمير كښې 0.172 ملین نه زياتو مستحقينو ته 2.12 ار??ه روپۍ ، بلوچستان كښې 0.497 ملین مستحقینو ته 6.5 ار??ه روپۍ ، ګلګت بلتستان كښې 70000 نه زياتو مستحقینو ته 88 کروړه روپۍ او اسلام آباد كښې 46000 نه زياتو مستحقينو ته 56 ار??ه وېشلې شوي دي