اسلام آباد 30 مارچ (اے پي پي) خارجه وزیر مخدوم شاہ محمود قرېشي وئيلي دي د نړيوالې کر??نا وباء چېلنج مخنيوي لپاره زمونږ د كار استعداد ورځ په ورځ زياتېږي۔ دا خبره ده د ګل په ورځ په خارجه وزارت كښئ د كر??نا وباء مخنيوي په اړه د لوړې كچې غونډې مشرۍ كولو په مهال كړې ۔ په غونډه كښې بهر هېوادونو څخه د راستنېدو په طمعه د پاكستانيانو راوستلو لپاره د بېلا بېلو اړخونو جاج واخستې شو۔ په غونډه كښې د هوابازۍ وفاقي وزير غلام سرور خان، قامي صحت لپاره د وزیراعظم خاص مرستيال ډاکټر ظفر مرزا، سید ذوالفقار بخاري، ډاکټر معید یوسف، خارجه سېكتر سهېل محمود، ډيجيټل پاكستان لپاره د وزیراعظم خاص مرستياله تانیه ادریس او نورو لوړ پورو سره سره د شوكت خانم سي اي او ډاكټر فېصل سلطان هم ګډون وكړو۔ خارجه وزیر ووئيل د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د نېشنل کوآرډینېشن ك??ېټ?? غونډه كښې په دې مهمه مسئله تفصيلي مشاورت شوې۔ د کر??نا وائرس بهر هېوادونو څخه پاكستان ته د ممكنه راتګ خطر لاره نيولو لپاره ك??ېټ?? په هر ډول فلائټس د بندېز پرېكړه كړې وه۔ ده ووئيل دا مهال يو شمېر هېوادونو كښې د لاك ډاٶن له مخې فلاټس اپرېشنز معطل دي۔ په دې موقع ډاكټر ظفر مرزا پاکستان كښې د کر??نا نړيوالې وباء خپرېدو په موجوده نوعيت او د رسك اسسمنټ په اړه ګډون كوٶنكو ته بريفنګ وركړو۔ د اېن آئي اېچ اېګزېكټو ډآئراېكټرد کر??نا ټېسټنګ د كار استعداد او د نورو تيارو په اړه ګډون كوٶنكي خبر كړل۔ په غونډه كښئ د څلورم اپرېل د نړيوال فلائټس ممكنه بحالۍ نه پس په لائحه عمل هم مشاورت اوشو۔ په غونډه كښې په متفقه توګه رامخې ته شوې تجويزونه به د نېشنل کوآرډینېشن ك??ېټ?? غونډې ته منظورۍ لپاره وړاندې كولې شي