اسلام آباد 18 مارچ (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي مونږ له په قامي جذبه سره د كرونا په ضد جنګ كول دي ٬ مونږ چين سره د يوالي څرګندونې لپاره تللې وو۔ د شورو په ورځ خبري كنفرنس ته خپلې وېنا كښې خارجه وزير وو??يل چين زمونږ ازمائيلې دوست دے ٬ څه موده وړاندې دوي كرونا وائرس سره مخ وٶ نن ئې په دغې وباء تر ډېره حده قابو موندلې ۔ ده وو??يل كله چې هلته وباء خپره شوه نو يو شمېر هېوادونو هلته نه د انخلاء لارې لټولې خو ولې پاكستان په چين باور كولو سره خپل زده كوٶنكي چين كښې د پاتې كولو پرېكړه وكړه د كومې چې د چين حكومت ستائنه وكړه۔ ده وو??يل پرون زمونږ د وېډيو كنفرنس د لارې چين كښې د پاكستان زده كوٶنكو سره خبرې شوې او دا خبره د خوشحالۍ ده چې ټول صحت مند وٶ٬ څلور مېرمنې كومې چې اميدوارې وي ماشومان ئې زېږولې دي او ماشومان هم صحت مند دي۔ ده وو??يل زده كوٶنكو دا خواهش لرلو چې د پاكستان خوراك ورته ترلاسه شي او مونږ د ھغوي اومنله او ډېر زره به ورته كېن فوډ ولېږو۔ د چين قيادت د پاکستان د پرېكړې ستائنه كړې او په دې زيات خوشحاله يو چې ووهان كوم چې زيات ځپلې شوې ښار ٶ هلته يو كېس رامخې ته شوې۔ خارجه وزير وو??يل د چين ا??لس مشر٬ وزيراعظم او نورو مشرانو زمونږ مننه كړې چې په دې سخت وخت كښې پاكستان ھغوي سره ولاړ ٶ او اوس چې تاسو هم دې صورتحال نه تېرېږۍ نو مونږ به د پاكستان مرسته كوٶ۔ ده وو??يل مونږ له دا خبره ياد ساتل دي چې زمونږ نه زيات وسائل لرونكي هېوادونه دې چېلنج سره مخ دي او اټاليې او امريكې صورتحال د ټولو په وړاندې دے۔ ده وو??يل مونږ له د قامي جذبې سره د كرونا په ضد جنګ كول دي٬ د صحت څانګې په هداياتو به عمل كول وي٬ چين كښې ټولو په ګډه د زياتو ځپليو سيمو مرسته كړې٬ د چين ا??لس د حكومت په هداياتو من وعن عمل كړې۔ ده وو??يل لمونځ لپاره كه تاسو ته وو??يل شول لمونځ په كور وكړئ نو عمل پرې وكړې ځكه چې دا يوه قامي ذمه واري ده٬ مونږ له پرېشانه كېدل نه دي پكار ۔ ده ووئېل سوداګرې ورورولۍ ته خواست كوٶ چې تاسو هم د خپلو خلقو خيال اوساتۍ او د يو بل سهارا جوړ شئ٬ مونږ له پرېشانۍ ختمول دي٬ احتياط سنت دے٬ ده وو??يل د دلته نه د روانېدو په مهال زمونږ د ټول پلاوي ټېسټ شوې او ھغه كليئر كېدو نه پس مونږ په الوتكې كښې سفر كړې او چين كښې د ملاقاتونو نه پس د راستندو په مهال ټسېټ شوي او ھغه هم د لوي څښتن په ممنه كليئر ٶ۔ خارجه وزير وو??يل زه بېخي ښه يم خو زه به تر پنځو ورځو ائسولېشن سنټر كښې اېسارېږم دغسې چې هېلت پروټوكول فالو كړې شم