اسلام آباد 23 فروری (اے پي پي﴾ د قومي اسمبلۍ د قانون او انصاف قائمه كمېټې چيئرمېن رياض فتيانه وئيلي دي چې د احتساب نظام لا قوي كول غواړو، مونږ غواړو چې ك??پټ خلق پرې نه ښودل شي او څوك هم ناجائز پرېشانه نه كړے شي، مونږ ته تعليم ته د پام كولو ضرورت دے، د انساني وسيلو پرمختګ د وزيراعظم وژن دے، په دې لړ كښې ځوانانو ته د كمپيوټر ټېكنالوجې پشمول د جديد ټېكنالوجې تربيه وركولې شي. ده دا خبرې د اے پي پي د دورې كولو په مهال په خاص خبرو كښې وكړې. ده ووئ??ل چې د 15 كلونو په عمر كښې سياست ته راغلې و، د كالج او بلدياتو په كچه ئې هم سياست كړے، درې ځله د صوبائي اسمبلۍ غړے او اوس په دريم ځل د قومي اسمبلۍ د آزاد غړي په حېث ټاكل شوے. زما كورودانه او زما زوې هم په آزاد حېثيت سره د صوبائي اسمبلۍ غړي ټاكل شوي دي. ده ووئ??ل چې بايد د هېواد په سياست كښې د غر??ب او مډل كلاس طبقې ك??دار وي. سياستدانان او د پارلمان غړي پالېسې جوړوي او بيوركرېسي په دې عملدرآمد كوي ځكه بايد سياستدان حوصله مند، تعليم يافته او د قانون نه واقف وي. كه د سياستدانانو سوچ سم شي نو دې سره به د پاكستان قوم قوي شي. ده ووئ??ل چې اخلاقيات، اقدار او تهذيب به وده وكړي. ده ووئ??ل چې اولس ته اسانيې وركولو لپاره ګډ ګورننس، د خدماتو بهتري او احتساب ضروري دے. ده ووئ??ل چې په كومه ټولنه كښې انصاف كېږي، هغه ټولنه پرمختګ كوي.