لاهور 15 فروري (اے پي پي) وز??راعظم عمران خان وئيلي دي چې هېواد اېشين ټائيګر نه بلكې د مدينې رياست په اصولو د چلولو لوظ مو كړے و، هغه لوظ به پوره كوم، د رياست مدينه وړومبې اصول د انسانيت خېر ښېګړه ده، د ټولنې د ټولو كمزور طبقو ذمه واري د رياست وي، د غريب وګړي مشكلات كتلو سره مو د شوكت خانم جوړولو پرېكړه كړې وه، د هېلتھ انشورنس كارډ په وجه په خېبر پښتونخوا كښې اولس په دويم ځل اقتدار او اكثريت راكړے، په پنجاب كښې 50 لكه ??ور??يو لپاره د صحت انشورنس كارډ اجرا شوې، د دې پ اجرا ډاكټر ياسمين راشد ته مباركي وركوم. وز??راعظم عمران خان دا خبرې د خالي په ورځ په لاهور كښې د انصاف صحت سهولت كارډ وېشتلو دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې. وز??راعظم عمران خان و??ئيل چې په ميو روغتون كښې مو چې كله وكتل چې يو عام وګړې د دارو په ??رل??سه كولو كښې څومره ستونزو سره مخ كېږي، نو پرېكړه مې كړې وه چې د كركټ نه پس به خپل ژوند د داسې خلقو خدمت لپاره تېروم. ده ووئيل چې د برتانيې د خلقو د تعليم ،روغتيا او روزګار ذمه واري حكومت پوره كوي. ده ووئيل چې په خېبر پښتونخوا مونږ د روغتيا كارډونه مع??في كړل، د كوم ځائ خلق چې په دويم ځل څوك نه منتخب كوي خو د روغتيا كارډونو په وجه مونږ اقتدار او اكثريت ??رل??سه كړو. د هغه ځائ خلقو ته معلومه شوه چې فلاحي رياست څه شې وي. ده ووئيل چې يو شمېر چېنلې د پلان له مخې شپه او ورځ پروپېګنډا كوي، خو دوي ته وئيل غواړم چې د مدينې رياست په وړومبې ورځ رياست نه و جوړ شوے. مسلمانانو سخت ژوند تېر كړو، جنګونه ئې وكړل او بيا د مدينې رياست جوړ شو. وز??راعظم ووئيل چې د روغتيا كارډونه د مدينې رياست په پلو يو قدم دے، مونږ ته خپلې كمزور طبقې پورته كول دي او هم دا وجه ده چې مونږ نجي روغتون جوړونكو ته اسانيې وركړې دي او د مېډيكل آلاتو نه مو ډيوټي ختم كړے. ده ووئيل چې د روغتيا په كارډ د پاكستان په كوم هم روغتون كښې غريب وګړې علاج كولې شي كوم لپاره چې مونږ مراعات وركړي دي، اوس به نجي روغتونونو ته هم مراعات وركوو چې دغسې زيات روغتونه جوړ شي. ده ووئيل چې چرته د سزا او جزا نظام وي، نو هلته نظام ښه كېږي. ګني غريب په سركاري روغتون كښې او امير په نجي روغتون كښې او زياتې پېسې لرونكي خلق په لندن كښې علاج كوي. وز??راعظم دا تاثر غلط وګرځولو چې ګني د روغتونونو نجكاري كېږي او وې وئيل چې دا نجكاري نه بلكې خودمختاري ده. وز??راعظم ووئيل چې له بده مرغه كله چې مونږ اقتدار ??رل??سه كړو نو د روپې قدر پرېوتو، تجارتي خساره 40 اربه ډالر وه. د دې څخه وړاندې دستورې ته د پنجاب ګورنر، وز??راعلٰی او د روغتيا صوبائي وز??رې هم وېنا وكړه.