اسلام آباد13جنوری(اے پی پی)خارجه وزي?? شاه محمود قرېشي د سعودي عرب پايه تخت رياض كښې د سعودي خارجه وزارت دوره كړې ۔په دې مهال د سعودي خارجه وزير شهزاده فېصل بن فرحان السعودي د خارجه وزي?? شاه محمود قرېشي تود هركلے كړے ۔خارجه وزي?? شاه محمود قرېشي د سعودي خپل هم څنګ فيصل بن فرحان السعود سره ملاقات وكړو۔د ګل په ورځ د خارجه دفتر د اړخه جاري شوي بيان له مخې پھ ملاقات كښې مينځني ختيز كښې تاؤ تريخوالي او سيمه كښې د امن وضعې پشمول د شريكې خوښې په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خي??لاتو څرګندونه شوې ۔په دې موقع خارجه وزي?? شاه محمود قرېشي ووئيل په سيمه كښې تاؤ تريخوالې د تشويش وړ دے۔د سيمې امن او استحكام له تحفظ وركولو ته اړتيا ده۔ده چارې د سفارتي ذريعو د لارې په امن ناكه ډول حل كولو زور راوړو۔ده ووئيل پاكستان هڅه كوي چې ټولې ډلې د زغم څرګندونه وكړي او د شخړو حل له د خبرو اترو لاره خپله كړی۔خارجه وزير تشوېش څرګند كړو چې په دې صورتحال په وخت قابو ??ون??لو له اقدامات كه اونه كړی شو نو دې سره به ټولې سيمې ته زيان ورسيږي ۔ده د تاؤ تريخوالي په صورتحال قابو ??ون??لو له د نورو خارجه وزيرانو سره د شوو خپلو رابطو څخه هم د سعودي خپل هم څنګ خبر كړو۔ده ووئيل دا خبره د خوشحالۍ ده چې د ايران او امريكې دواړو خپلو بيانونو كښې واضحه كړې چې نور تاؤ تريخوالې نه غواړو۔په داسې حالاتو كښې ضروري ده چې ډلې خبرو اترو ته راضي كړی شي۔ده د سعودي خپل هم څنګ د پاكستان د تشويش څخه خبرولو كښې ووئيل تاؤ تريخوالي كښې زياتوالي سره افغان امن عمل كوم چې مهم پړاؤ ته رسېدلې د ځپلې كېدو اندېښنه ده۔د سعودي خارجه وزير پھ مينځني ختيز كښې د تاؤ تريخوالي په بحراني كېفيت قابو ??ون??لو او سيمه د نور تاؤ تريخوالي څخه بچ كولو له د وزيراعظم عمران خان د امن هڅې وستائلې او د خارجه وزي?? شاه محمود قرېشي دورې او د هڅو هركلے وكړو