اسلام آباد 17 نومبر (اے پي پي) د پاكستان ح??ومت او مشرتابه د سري لنكا نوي ټاكل شوي اولس مشر ګوټابايا راجه پاكسا ته په ټاكنو كښې په كاميابې او د هېواد په اووم اولس مشر ټاكل كېدو مباركي وركړې۔ د اتوار په ورځ د خارجه دفتر وياند ووئيل چې د ګوټا بايا راجه پاكسا په مشرې كښې به سري لنكا د لا خوشحالې او امن په پلو سفر روان وساتي۔ ده ووئيل چې پاكستان د سري لنكا د ټاكنو د كميسون او د حكومت لخوا په آزاد او سوله ايزو ټاكنو د دوي ستائنه كوي۔ د پاكستان مشرن د دواړو هېوادونو ترمېنځه د ??وي اړيكو لا مستحكم كولو ??پا??ه نوي اولس مشر او د هغه ډلې سره په شريكه د كار كولو په انتظار دے۔ ده ووئيل چې د پاكستان ح??ومت سري لنكا سره د ورورولې اړيكې لا ??وي كولو او دا شركت نوي لوړې كچې ته د رسولو عزم لري۔