اسلام آباد 28 ستمبر (اے پي پي) د وزيرا??ظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې د پاكستان څخه په وړومبي ځل اسلامي امت ته د عمران خان په صورت كښې مشر په لاس راغلې٬ ټول اسلامي امت ن?? د ده په پلو ګوري٬ وزيرا??ظم واضحه كړې چې د فلسطين د مسئلې تر حل به فلسطين تسليم نه كړو٬ بايد د آزادې مارچ كوونكي د وزيرا??ظم لاسونه ښكل كړي٬ تر كال 2023م به كهربونه روپې قرض د اېس اېم ايز د لارې مستحق كسانو ته وركولې شي٬ د تېر وخت واكمنو هېواد په قرض كښې ښكېل كړے٬ د هېواد 52 فيصده آبادي د مېرمنو ده او معاشي پرمختګ لپاره به دوي ته كردار ترسره كول وي٬ حكومت به د مېرمنو اختيار لپاره هر ډول ممكنه اقدامات كوي۔ د خالي په ورځ په سيالكوټ كښې دستورې ته د وېنا كولو په مهال ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل چې د سټېټ بنك ګورنر رضا باقر د قائدا??ظم هغه سپاهي دے كوم چې د قائد د خوب تعبير لپاره بهر د لكونو ډالرو تنخا پرېښودو سره د خپلې خاورې خدمت لپاره پاكستان ته راغلې دے٬ مونږ ئې ستائنه كوو۔ د وزيرا??ظم مرستيالې ووئيل چې د مدينې رياست د پرمختګ او خوشحالې په سفر كښې د مېرمنو هم برخه وه٬ حضرت خ??يج?? ﴿رض﴾ د تجارت وظيفې سره تړون لرلو او دې منافع به ئې د نبي﴿ص﴾ په قدمونو كښې اچوله ??ومه به چې د اسلام په ترويج خرڅ كېدله۔ پاكستان د لا اله الا الله ??ه بنياد جوړ شو٬ قائدا??ظم محمد علي جناح په پرله ??سې هڅو كښې بوخت و نو د هغه خور فاطمه جناح هم ورسره اوګه په اوګه ولاړه وه۔ هغې ووئيل چې د هېواد 52 فيصده آبادي د مېرمنو ده او معاشي پرمختګ لپاره به دوي ته كردار ترسره كول وي٬ حكومت به د مېرمنو اختيار لپاره هر ډول ممكنه اقدامات كوي۔د پاكستان څخه په وړومبي ځل اسلامي امت ته د عمران خان په صورت كښې مشر په لاس راغلې٬ ټول اسلامي امت ن?? د ده په پلو ګوري٬ وزيرا??ظم واضحه كړې چې د فلسطين د مسئلې تر حل به فلسطين تسليم نه كړو٬ بايد د آزادې مارچ كوونكي د وزيرا??ظم لاسونه ښكل كړي۔