اسلام آباد 23 اګست (اے پی پی) د سائنس او ټېكنالوجي وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي په مقبوضه ??شم??ر د بشري ??قونو په اړه د ملګرو ملتونو راپور د هند ل??اره چارج شيټ دے ٬وزيراعظم عمران خان او سرلښكر جنرل باجوه د امن لپاره هڅې كوي۔د جمعې پھ ورځ مېډيا سره په خپلو ??برو كښې ده ووئيل هند په مقبوضه ??شم??ر كښې په ??شم??ريانو د ظلم انتها كړی۔ده د حكومت د اړخه پھ نوي ډېلي تجارتي بندېزونو په حقله ووئيل په هند تجارتي بنېدزونو لپاره دغه راپورونه پوره دي۔ده د ??شم??ر په اړه د امريكائي اولس مشر د ثالثۍ هڅې ستائېلو ??ره ووئيل اولس مشر ټرمپ ثالثي كوي خو مودي د نړۍ په ژبه نه پوهېږي۔ده ووئيل هند عمر له د ترهه ګرۍ بې بنسټه تورنه لګولي خو هند نن پخپله ترهه ګري كوي۔ده په سيمه كښې د پاكستان د امن هڅو حواله وركولو ??ره ووئيل وزيراعظم عمران خان او سرلښكر باجوه د امن لپاره هڅې كوي٬مونږ د امن خبره كوو٬د جارحيت لپاره نه يو ولاړ۔ ده ووئېل د سيمې صورتحال ترمخه د جنرال باجوه د ملازمت په موده كښې پراختيا خوشبينه ده