اسلام آباد 23 ??ون (اے پي پي) د منصوبه بندې٬ پرمختګ او اصلاحاتو وفاقي وزير مخدوم خس??و بختيار وئيلي دي چې اوسني حكومت سره د سختو حالاتو په بجټ كښې ټولو څانګو ته پام كړے٬ په بجټ كښې ټا??ل شوي د ټېكس اهداف ترلاسه كېدو سره به معيشت مستحكم شي او هېواد به د پرمختګ په لار روان شي٬ د راتلونكو پنځو كلونو په مهال به د ملازمتونو يو كروړ موقعې وركولې شي۔ د اتوار په ورځ د راتلونكي مالي كال 20-2019م په بجټ بحث كښې برخه اخستلو سره وفاقي وزير ووئيل چې بجټ د هېواد د معيشت د اړخ ټا??نه كوي٬ د حكومت وژن پاليسي وي٬ چين څلوېښت كاله وړاندې اصلاحات كړي دي۔ ده ووئيل چې كله اوسنې حكومت جوړ شو نو د هېواد د تاريخ تر ټولو زياته كرنټ خس??ره 20 اربه ډالر وه۔ د بجټ مالياتي خس??ره 2.3 كهربه روپې وه۔ دا ډېر لوي چېلنج و۔ ده ووئيل چې اوسني حكومت د كرنټ اكاؤنټ خس??ره د 20 اربه نه 12 نيم ارب ته راټيټه كړې۔