اسلام آباد 15 جون (اے پي پي﴾ د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس ع??شق اعوان وئيلي دي چې د رانا ثناا??له لخوا ذاتيات په نښه كول په خپله دفاع كښې د دلائل نه لرلو ثبوت دے٬ مخالفه ډله د خپلو كارنامو په وجه جېل ته رو??نه ده٬ قوم دومره لويو دروغجنو سره مخ دے چې په خپلو كښې ئې بيان هم نه يو كېږي٬ نيم غله په جېلونو كښې بېمار او نيم د هېواد نه فرار دي۔ د خالي په ورځ د رانا ثناا??له په بيان غبرګون ښودلو سره هغې ووئيل چې د شريفې كورنۍ چېله كوونكي سند لرونكي دروغجن دي٬ بهتان او تورونه لګول د دوي پخوانې عادت دے۔ هغې ووئيل چې يو قانوني نوټس سره رانا صاحب آر??م نه دې موندلې٬ كېدے شي چې هغه ته د نورو داروګانو ضرورت وي۔ ډاكټر فردوس ع??شق اعوان ووئيل چې مخالفه ډله د خپلو كارنامو په وجه جېل ته رو??نه ده چې كله د دوي ليډران نېب يا جېل ته لاړ شي نو بيمار شي٬ چې د جېل نه ووځي نو روغ رمټ او صحت مند شي۔ لندن ته رسېدو سره ئې صحت قابل رشك شي۔ هغې ووئيل چې قوم دومره لويو دروغجنو سره مخ دے چې په خپلو كښې ئې بيان هم نه سمېږي٬ نيم غله په جېلونو كښې بېمار او نيم د هېواد نه فرار دي۔ هغې ووئيل چې رانا صاحب دې فكر نه كوي لا خو د ماډل ټا??ن د قاتلانو حساب پاتې دے۔