اسلام آباد 27 فروری (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وزارت ریسرچ او ابلاغ عامه ذیلی ادارې، پاکستان پیس کلیکټیو د سيورې لاندې ’’شخړو كښې د ميډيا کر??ار‘‘ په سرخط دوه ورځنې نړيوال کنفرنس بحریه پوهنتون اسلام آباد كښې پائې ته رسيدلې دے ۔ د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر چوهدری فوا?? حسېن اختتامی دستوره كښې خاص ميلمه ؤ ٬ دغسې د كورنيو چارو دوهم وزير شهریار خان آفریدی په يو مهمه ناسته’پاکستان كښې ترهه ګري او د میډیا تاثرات‘ كښې ګډون وكړوچې پكښې د هغه سره د هېواد نامتو خبريالان او تعلیم پوها??و هم ګډون كولو۔ دا کنفرنس د پاكستان حکومت د اړخه د خپل نوعيت وړومبنې کنفرنس دے كوم كښې چې د هېواد او په نړيواله كچه مخ??لف ډول شخړو كښې د پاکستان میډیا کر??ار جاج واخستي شو ۔ کنفرنس كښې قامی او نړيوالو سکالرانو، تعلیم پوهانو او تجربه لرونكو خبريالانو ګډون وكړو او د ترهه ګرۍ او شدت خوښۍ غوندې سرخطونو پھ اړه رپورټنګ كښې د ميډيا د کر??ار د بیانیې تجزیه وشوه۔ دې نه ځانله کنفرنس كښې د شدت خوښۍ ، ترهه ګرۍ او د تشدد په سرخطونو تازہ تحقیقی مقالې هم وړاندې كړې شوې ٬ پوها??و هېواد كښې د شخړو په اړه په سرخطونو د رپورټنګ ٬ صحافت او صحافتی اخلاقیاتو په اصولو د اقداماتو جاج هم واخستې شو۔ د کنفرنس په وړمبنۍ ورځ اولس مشر ډاکټر عارف علوی پرانستې دستوره كښې د خاص ميلمه پھ حیث ګډون او ګډون كوونكو ته ئې خطاب وكړو ٬ د تعلیم وزير شفقت محمود او د اطلاعات او خپرونو وفاقی سیکتر شفقت جلیل په بيلو ناستو كنفرنس كښې ګډون وكړو