اسلام آباد 12 فروري(اے پي پي) وزریراعظم عمران خان وئيلي دي د اوسني حكومت لخوا هېواد كښې معاشي استحكام لپاره د پورته كړو ګامونو په زړه پورې نتيجې رامخې ته كېدل پېل شوې چې پ?? سوب ئې د جنوري كال 2018 په مقابل كښې سږ كال جنورۍ كښې درآمدات كم او برآمدات زيات شوي او په تجارتي زيان كښې د يو اربه ډالرو ښكار كمې ر??غل??۔ د نهې پ?? ورځ خپل ټوئټ كښې وزیراعظم ووئيل د سروسز ټرېډ زيان هم 800 مېليونه ډالره كم شوې او دغسې د جولائي كال 2018 څخه تر جنوري كال 2019 په مه??ل په رالېږلو شوو ترسيلات زر كښې د تېر كال دومره مودې پ?? مقابل كښې 12.2 فيصده اضافه شوې ۔ وزيراعظم ووئيل د بهرنيو كهاتو وضعه كښې ځانګړې بهترې هم زمونږ د معاشي لائحې د كاميابۍ دليل دے