اسلام آباد 30 جنوری (اے پی پی) د تعليم او پېشه ورې تربيې وفاقي وزير شفقت محمود وئيلي دي د ايجوكېشن پالېسۍ نوې فرېم ورك جوړ كړې شوې۔ د تعليم په حقله د ټولو په مشاورت مخ په وړاندې روان يو۔ ده دا خبره د شورؤ په ورځ تعليم او تربيې لپاره د سېنېټ قائمه كمېټۍ غونډه كښې وكړه۔ د قائمه كمېټۍ دا غونډه د سناتورې راحيله مګسي په مشرۍ كښې پارلېمنټ هاؤس كښې وشوه۔ وفاقي وزير شفقت محمود ووئيل مونږ د ايجوكېشن پالېسۍ نوې پرېم ورك جوړ كړې۔ د تعليم په حقله مونږ صوبې د ځان سره روانې كړې دي۔ ??ه ووئيل د آرټیکل 25 Aپه رڼا كښې د تعليم ذمه واري د وفاقي حكومت ده۔ ??ه دې مهال د قائمه كمېټۍ مشرې راحيله مګسي ووئيل ??ه دې معامله به د صوبو باور تر لاسه كولې شي ۔ په غونډه كښې د اېريا سټډيز سنټر په معامله هم بحث وكړې شو۔ سناتور مظفر حسېن شاہ ووئيل ??ېر??ا سټډی سنټر د تعليم وزارت څخه خارجه وزات ته وركړې شوې ۔ په ??ېر??ا سټډی سنټر كښې شوې بدلون دې بېرته واخستلې شي۔ ??ه دې معامله وفاقي وزير د خپلو تح??ظا??و څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل د ??ېر??ا سټډی سنټر فنډنګ د اېچ آئی سی د لارې كېږي۔ ??ه ووئيل كله څخه چې اېچ آئي سي فنډنګ كوي نو كاركردګۍ ښه شوې ده۔ د اېم فل او پي اېچ ډي سكالرانو شمېره زياته شوې۔ دغسې كمېټۍ معامله تر راروانې غونډې وځنډوله۔