اسلام آباد 25 جنوری (اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سناتور صادق سنجرانی د قائد??عظ?? پوهنتون د استوګنو معامله د سېنېټ اړوندې كمېټۍ ته لېږلې ده ۔ د ريونيو دوهم وزير حماد اظهر وئيلي دي وزير??عظ?? د دې معاملې حل له د لوړې ك??ې يوه كمېټي جوړه كړې ۔ د جمعې په ورځ د سېنېټ غونډې په مهال په دې اړه د سناتور جاوېد عباسي د پام ګرځونې نوتس په ايجنډا ؤ ۔ ده ووئيل سي ډي اے د قائد ??عظ?? پوهنتون زمكې ځپليو شوو وګړو سره وعده كړې وه چې دوئي ته به متبادل ځائې وركولې شي۔ده ووئېل دوئي ته به مثالي كلې (ماډل وېلج) يا معاوضه وركولې شي ولې كلونه تېر شول دا لوظ ترسره نه كړې شو۔ دا معامله دې كمېټۍ ته ولېږلې شي دغسې چې دغلته د ځپليو او سي ډي اے دريځ رامخې ته شي۔ ده ووئيل سي ډي اے د اسلام آباد جوړولو په ځائې دا تباه كړې ۔ سي ډي اے تر ټولو زياته كرپټ اداره ده۔ د پام ګرځونې نوټس ځواب وركولو سره دوهم د ريونيو دوهم وزير حماد اظهر ووئيل وزیر??عظ?? د قائد ??عظ?? پوهنتون زمكې ځپليو معاملې جاج اخستو له د لوړې ك??ې يوه كمېټي جوړه كړ د كومې غونډه به چې نن هم ??ېږ??۔ ده ووئيل دا يوه پخوانۍ ستونزه ده او دا د سي ډي اے نااهلي ده چې د دې په زمكه قبضې روانې دي او عدالتونو له په دې معامله كښې بيا لاس وهنه كول وي