اسلام آباد ۔ 14 جنوری (اے پ?? پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي موجوده حكومت د هېواد ناوړه حالت بدلولو له په ډھانچه جاتي اصلاحاتو عمل كوي۔ د قامونو په ژوند كښې ډھانچه جاتي اصلاحات تل يو تكليف ور??وؤنكې پړاؤ وي ولې دې څخه ور??ستو يو ښه او سوكاله دور پېل شي۔ داطلاعات ??زا??ت دې د حكومت اصلاحاتي ايجنډې او مقاصد څرګندولو له خپل كردار ترسره كړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم د ګل په ورځ د اطلاعات ??زا??ت بېلو څانګو مشرانو سره ملاقات كښې وكړه۔ ملاقات كښې د اطلاعات وزير چوهدری فواد حسېن، خاص مرستيال افتخار درانی او یوسف بېګ مرزا هم موجود وو۔ په دې مهال وزيراعظم ووئيل موجوده حكومت د هېواد د تاريخ اولنې حكومت دے كوم چې د هېواد ناوړه حالت بدلولو له د خپل منشور ترمخه په اسټرکچرل ریفارمز (ډھانچه جاتی اصلاحات) عمل كوي۔ ده و??ئيل زمونږ د هڅو مقصد د ذاتي ګټې ترلاسه كول نه بلكې د هېواد قوي كول او د اولس خېر ښېګړه ده۔ ده د اطلاعات ??زا??ت ته امر وكړو چې هغوي د حكومت اصلاحاتي ايجنډې او مقاصد څرګندولو له خپل كردار ترسره كړي۔ ده و??ئيل مضبوطه ٬ متحركه او ذمه واره ميډيا د هېواد تعمير او پرمختګ او د اولس خبر ساتلو له بنيادي كردار ترسره كوي۔ د اطلاعات ??زا??ت دې د حكومتي پالېسيو په اړه د ميډيا د لارې د اولس باخبره ساتلو له لا متحرك كردار ترسره كړي۔ وزیراعظم ووئيل د ميډيا په اړه د حكومتي پالېسيو په حقله د بې بنسټه ګنګوسو ٬محركاتو څخه ښه خبر يؤ۔ ده و??ئيل كومه مهذبه او ذمه واره ټولنه د بې بنسټه خبرونو د تشهير اجازه نه ور??وي۔ د بې بنياده خبرونو مخنيوي په مشن كښې دې ميډيا سره تړون لا مضبوط كړې شي۔ ده هدايت وكړو چې د ??زا??تونو د اولسي اړېكو اړوند چارواكي دې د ميډيا معلوماتو ته رسنې او د سمو اطلاعاتو وړاندې كولو لپاره فعاله كردار ترسره كړي