اسلام آباد ۔ 10 جنوری (اے پی پی) د سېنېټ چيئرمې?? محمد سنجراني سره د بلوچستان سپيكر عبد القدوس بزنجو ملاقات وكړو او ده سره ئې د اداره جاتي مرستې په شمول په مهمو سياسي چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا جاري كړې شوي بيان ترمخه د سېنېټ چيئرمېن ووئيل چې سېنېټ ټول عمري د صوبو په فعاله ډول نمائندګي كړې ده او د صوبو ترمينځھ رابطه كارۍ له ئې ګامونه پورت?? كړې دي۔ ده ووئيل د صوبو او وفاق ترمينځھ د رابطه كارۍ لا فعاله جوړولو ته اړتيا ده په دې لړ كښې به ايوان خپل كردار ترسره كوي۔ ده ووئيل صوبائی خودمختارۍ سره د اړوندو چارو اهميت سېنېټ كښې لا زيات شوې دې او اوس وخت راغلې د?? چې روايتي سوچ ترك كولو سره پرمختيائي عمل مخ په وړاندې روان كړې شي۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل چې سېنېټ كښې د بلوچستان په اړه تل مثبت بحث رامخې ته شوې دې۔ وفاقی حکومت ټول عمري د بلوچستان پرمختګ او سوكالۍ ته اهميت وركړې دې ول?? چې د پاكستان د پرمختګ دروازه د بلوچستان پلو پرانستلې شي۔ ده ووئيل سياسي مشرتابه له به سوچ سره پرېكړې كول وي دغس?? چې هغو قوتونو ته ماتې وركړې شي كوم?? چې د پرمختګ په لاره كښې خنډان ودرول غواړي۔ د بلوچستان اسمبلۍ سپيكر عبدالقدوس بزنجو دسېنېټ چیئرمېن خيالاتو سره اتفاق كولو سره ووئيل د سېنېټ او بلوچستان صوبائي اسمبلۍ ترمينځه اداره جاتي مرسته به لا ښه كولې شي دغس?? چې د رابطه کارۍ عمل تندولو سره د پرمختګ عمل لا پياوړې كړې شي۔ ملاقات كښې سېنېټ كښې د ايوان مشر سناتور شبلي فراز سره سره سناتور احمد خان او سجاد حسېن طوري هم موجود وو