اسلام ??باد 09 جنوري (اے پي پي) د قامي اسمب??ۍ سپيكر اسد قيصر د پاكستان انسټي ټيوټ آف فارليمنټري سروسز ته هدايت كړې چې هغه انسټي ټيوټ د پارليمان د غړو د قانون سازۍ په ??مل كښې مرسته وكړي۔د شورو په ورځ د قامي اسمب??ۍ سپيكر په مشرۍ كښې د پاكستان انسټي ټيوټ آف پارليمنټري سروسز د كاركردګۍ جاج اخستلو او ?? دې كردار لا فعاله كولو ??پا??ه يوه غونډه وشوه۔په غونډه كښې د انسټي ټيوټ ايګزېكټو ډائرېكټر ظفرالله خان پشمول د قامي اسمب??ۍ سېكرټرېټ اعلٰی چارواكو ګډون وكړو۔غونډې ته په خپله وېنا كښې د قامي اسمب??ۍ سپيكر هدايت وكړو چې د اسمبلو غړو او د عملې د كار په استعداد كښې اضافې ??پا??ه دې د تربيې كورسونه ترتيب كړی شي۔ده د بشري حقونو خارجه پالېسۍ سول ملټري اړيكو٬د حكومت او انتظامي چارو پشان په موضوعاتو بحث كولو او د موضوعاتو په اړه د كورسونو اجرا كولو په ضرورت زور راوړو۔ده د پارليمان غړو سره په دې موضوعاتو د تحقيقي مرستې كولو هدايت هم وكړو چې دغسې دوي د قانون سازۍ په ??مل كښې خپل بشپړ كردار ادا كړې شي۔د انسټي ټيوټ ايګزېكټو ډائرېكټر ظفرالله خان سپيكر د ادارې د چارو نه خبر كړو