اسلام آباد 31 اګست (اے پي پي) خارجه وز??ر شاہ محمود قرېشي د جمعې په ورځ د هالېنډ خپل همڅنګ سټف بلوك سره ټېلي فوني تماس نيولې دے ٬ د دواړو خارجه وزيرانو ترمېنځه په يوه اونۍ كښې دا دويم تماس دے ۔ دواړو خارجه وزيرانو د هالېنډ اسلامو فوب پارلماني غړي ګېرټ وائلډرز لخوا د ګستاخانه خاكو د مقابلې منسوخۍ په اعلان خبرې اترې وكړې۔ د ډچ خارجه وز??ر د ګېرټ وائلډرز هلو ځلو سره د لا تعلقۍ پحقله د خپل حكومت د موقف پخلې وكړو او په دې لړ كښې د بشپړه مرستې باور ئې وركړو۔ خارجه وزير شاہ محمود قرېشي و??ئې?? د دواړو هېوادونو حكومتونو په هلو ځلو مطلوبه نتجې ترلاسه كولو