اسلام آباد 14 جولائي (اے پي پي) د بشري حقونو او د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي نګران و??ير?? روشن خورشيد بروچا وئيلي دي چې پاكستان تل په مقبوضه كشمير كښې په بې ګناه وګړو د هندي ظلمونو او بربريت غ??دن?? كړې۔ يو نجي ټي وي چېنل سره په خبرو كښې هغې ووئيل چې هندي ځواكونو د خپلې رياستي ترهګرې په مهال ګڼ شمېر بې ګناه وګړي شهيدان او ژوبل كړي دي۔ هغې د كشميري وروڼو او خوئېندو په ځاني زيان خواشيني ښودلو سره د ملګرو ملتونو څخه د كشمير د صورتحال جاج اخستلو لپ??ره د پلاوي لېږلو غوښتنه هم وكړه۔ هغې ووئيل چې هند په مقبوضه كشمير كښې په لويه پېمانه د بشري حقونو څخه سرغړونه كوي او د ملګرو ملتونو معائنه كوونكې ډله هم بې لارې كوي۔ هغې ووئيل چې د كشمير خلق د خپلواكې خپل بنيادي حق لپ??ره سوله ايزې هڅې كوي۔ د ټولټاكنو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغې ووئيل چې ټولټاكنې به په خپل ټ??كل شوي وخت كېږي۔ د افغ??ن كډوالو په اړه هغې ووئيل چې افغ??ن كډوال د كال 1970م څخه په پاكست??ن كښې موجود دي٬ بايد دوي اوس خپل هېواد ته ستانه شي۔