اسلام آباد 31 مئی (اے پي پي)د كابينې اقتصادي رابطه كمېټۍ د د 31م آئيني بدلون په تناظر كښې د پخوانۍ فاټا او پاټا اولس آسانيو لپ??ره بېلو ټېكسونو څخه د استثنٰی او د نورو مراعاتو منظوري وركړې ??ه ۔د اي سي سي غونډه د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ كښې د زيارت په ورځ په وزيراعظم هاؤس كښې وشوه۔ د كابينې اقتصادي رابطه كمېټۍ د د 31م آئيني بدلون په تناظر كښې د پخواني فاټا او پاټا اولس آسانيو لپ??ره بېلو ټېكسونو څخه د استثنٰی او د نورو مراعاتو منظوري وركړه۔اي سي سي د راروانو ??نځو كلونو لپ??ره فاټا او پاټا اولس لپ??ره چې په كومو بېلو ټېكسونو ??ښې استنثٰی وركړې په هغې كښې د افرادو د اړخه د راروان كاروبار په ګټھ د انكم ټېكس څخه استنثٰی شامله ده خو هغوي له به خپل كاروبار تر 30 ستمبر 2018 اېف بي آر كښې رجسټرډ كول وي۔عامو صارفينو لپ??ره ريټېلرز له سېلز ټېكس كښې استثنٰی٬د غسې د برېښنا د كورونو صارفينو ته به په استعمال د برېښنا سېلز ټېكس څخه استثنٰی ترلاسه وي دغسې پخواني سنټرل ايكسائز ايكټ 1944 ٬ فېډرل ايكسائز ايكټ 2005 څخه بدل وي٬نان كسټم پېډ ګاډي به پنځو كلونو لپ??ره استعمالولې شي د كومې موده چې تر 30 جون 2023 ده دغسې دغه ګاډو له به د هېواد نورو برخو ته د بوتللو اجازنه وي۔د پنځه كاله رعايتي مودې په ختمولو به په نان كسټم پېډ ګاډو ډيوټي او د ټېكسونو ??ركولو سره ريګولرائز كولې شي۔د اي سي سي د پريكړې نه پس د تنخا نه علاوه ټول ود هولډنګ ټېكسونو څخه استثنٰی وركړی شوې٬په غونډه كښې د نيلم٬جهلم سرچارج تنسيخ معاملې جاج واخستلې شو او پريكړه وشوه چې د منصوبې په كمرشل آپرېشن ډېټا ترلاسه كېدو به دا سرچارج ختمولې شي۔اي سي سي په هېواد كښې د كم لګښت كورونو ته ودې وركولو كښې آسانيو وركولو په لړ كښې پاكستان مورټ ګيج ري فنانس كمېتۍ لمېټډ لپ??ره د ري لنډنګ شرطونو ??نظوري هم وركړې۔د غونډې په آخر وزيراعظم د اي سي سي غړو له د اولس مفاد له په پريكړه كولو د هغوي د قدر وړ كردار وستائېلو۔د خزانې سېكتر د اي سي سي غړو د وزيراعظم د پرله پسې لار ښونې او مرستې مننه وكړه