اسلام آباد 11 اپرېل (اے پي پي) قامي اسمبلۍ پھ م??بو??ه كشمير كښې د هند قابض ځواكونو د لاسه پھ بې ګناه كشميريانو د كېدونكي ظلم سخته غندنه وكړه٬پھ اسمبلۍ كښې د كشميري اولس سياسي٬اخلاقي او سفارتي ملاتړ د روان ساتلو په اړه قرارداد پھ اتفاق سره منظور كړی شوې۔د شورو په ورځ د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير چوهدري برجيس طاهر قرارداد وړاندې كړو چې دا ايوان پھ م??بو??ه جمو كشمير كښې د هند د قابض ځواكونو او امنيتي ادارو د لاسه د كشميري اولس په ضد د تشدد پھ نتيجه كښې پھ دې وروستيو كښې د 20 كشميريانو د شهادت او د ګڼ شمېر د ژوبل كېدو سخته غندنه كوي۔پھ م??بو??ه كشمير كښې د هندي ځواكونو لخوا پھ سوله ايزو مظاهره چيانو ډزې كول د نړيوالو اصولو او د بشري حقونو څخه سرغړونه ده??دې سره سره پھ م??بو??ه سيمو كښې د آزادۍ په اظهار بندېز دې۔سوشل مېډيا او ماس مېډيا بندېزونو سره مخ ده۔دا ايوان د كشميري اولس د خپلواكۍ حق لپاره د جائز او سوله ايزو هڅو د مقبول اولسي تحريك بشپړ ملاتړ كوي۔ايوان د كشميري اولس هڅو ته سلام وړاندې كوي او د دې عزم پخلې كوي چې د كشميريانو سياسي٬اخلاقي او سفارتي ملاتړ به روان ساتلې شي۔په قرارداد كښې وئېلي شوي دي چې هند ظلم كولو سره د كشميري اولس جائزې هڅې تر پښو ن?? شي لاندې كولې۔د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل هم په خپلو قراردادنو كښې د كشميري اولس د خپلواكۍ د حق ملاتړ كړی۔دا ايوان د حكومت نه غوښتنه كوي چې پھ م??بو??ه كشمير كښې دې په هندي ځواكونو نړيواله ټولنه٬نړيوال پارلمانونه٬نړيوالې ادارې او سول سوسائټي فعاله كړي چې هغوي په هند فشار واچوي۔په قرارداد كښې د بشري حقونو كونسل ته وئېلي شوي چې هغه دې خپل مشن م??بو??ه كشمير ته ولېږي۔ملګري ملتونه دې د خلاف ورزو ن??ټس واخلي او په دې لړ كښې دې خپل كردار ترسره كړي۔ايوان په اتفاق سره د قراداد منظوري وركړه