اسلام آباد 05 اپرېل (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي محمد نواز شر??ف ته خپل وزيراعظم ځكه وائم چې ھغه له مې ھغه ووټ وركړې٬ ھغه زما ليډر دے ٬ كه چرې ما له اختيار راكړې شو نو استعمال به ئې كوم٬ د عدالتونو كاروائۍ د سړ??ونو زینت جوړېدو سره هېواد كښې عدم استحكام پېدا شوې ۔ د زيارت په ورځ د خبري كنفرنس په مهال وزیراعظم ووئيل د كله نه چې وزيراعظم ټاكلې شوي يم محمد نواز شر??ف ما ته يو ورځ هم ټېلي فون نه دې كړې او نه ئې څه هدايت كړے ۔ ده ووئيل د پانامه پشان معاملو اثرات د هېواد په معيشت هم پرېوځي٬ د دهرنې له امله پاكستان څو كاله پشا تللې خو اوسني حكومت د انفراسټركچر د پرمختګ پشمول رېكارډ منصوبې پېل كړې چې ورسره به معيشت پرمختګ وكړي۔