اسلام آباد 31 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي چې شتمن خلق دې د انسانيت خدمت لپ??ره د الشفاء ټرسټ خدمات په نظر كښې وساتي ځكه چې په دې روغتون كښې د خدماتو څخه د لكونو په شمېر خلق استفاده كوي۔ ده دا خبرې د الشفاء 27مې كلن?? ورځې دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ووئيل چې الشفاء ټرسټ روغتون د لكونو په شمېر خلقو ته د روغتيا معياري اساني?? وركوي او په دې كار كښې ډاكټرانو او عملې د روغتيا لوړ معيار قائم كړے د كوم چې نه ي??از?? په ځائ د ساتلو بلكې د لا ښه كولو ضرورت دے۔ ده ووئيل چې په ټوله پېسفك اشيا منطقه كښې دا يو ځانګړې روغتون دے چې مقصد ئې د سترګو د ناروغيو په وخت علاج او په خاص توګه ماشومان د هغو ناروغيو نه بچ كول دي په كومو كښې چې د 80 فيصده علاج ممكن دے۔ ده الشفاء ټرسټ روغتون باني لېفټېننټ جنرال﴿ ر﴾ جهانداد خان مرحوم خدماتو ته پېرزوينه وړاندې كړه۔ په دې موقع وزيراعظم شاهد خاقان عباسي چلډرن آئي روغتون لپ??ره د 20 كروړه روپو عطيه كولو اعلان هم وكړو۔ په دستوره كښې د الشفاء آئي ټرسټ بورډ اف ټرسټيز٬ شتمنو خلقو او نورو هم ګډون وكړو۔ وزيراعظم د دستورې په پاې كښې د غوره كاركردګۍ څرګندونه كوونكو ته اتوارډونه هم وركړل۔