ګوادر 29 جنوری (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی د ګوادر فری زون د وړومبي فیز پرانسته وكړه كومه چې د پاك چی?? اقتصادی راهدارۍ مهمه پروژه ده۔ وزیراعظم د فری زون پرانسته د يوې خاص دستورې په مهال وكړه كومه چې د ګل په ورځ ګوادر پو??ټ سټی كښې وشوه۔ دستوره كښې د چی?? حکومت او سيمه ايزو رياستونو نمائندګانو هم ګډون وكړو۔ په دستوره كښې وفاقي وزيرانو احسن اقبال، میر حاصل بزنجو، مریم اورنګزیب، د بلوچستان وزیر اعلیٰ، د آزاد کشمیر اولس مشر ، د جوائنټ چی??س آف سټاف کمېټۍ چیئرمېن ، د چائنه اوورسیز پو??ټ هولډنګ کمپنۍ چیئرمین ، د ګوادر پو??ټ اتھارټۍ چيئرمېن ، پاکستان كښې د چی?? سفیر، د پاکستان او چی?? 93 لويو کمپنیو نمائندګانو او سرمایه کارو ګډون وكړو۔ وزیراعظم د جوائنټ چی??س آف سټاف کمېټۍ چیئرمېن ، د آزاد کشمیر اولس مشر او نورو سره په شريكه بټن وهلو سره د يو لوئې بینر مخ كتنه وكړه كومه چې د اقتصادی فری زون په مرکزی دروازه لګولې شوې وه۔ په دې موقع د پاکستان او چی?? وګړې هم موجود ؤ كومو چې د دې تاریخی ایونټ مشاهدہ وكړه۔ وزیراعظم د ګوادر ایکسپو 2018ء او دوه ورځني کنفرنس او نندار??ون پرانسته هم وكړه۔ وزیراعظم د فری زون بيلو برخو ، بزنس سېنټر او ایګزیبېشن هال دورہ وكړه چرته چې د بيلا بيلو کمپنیو 100 څخه زيات سټالونه لګولې شوې ؤ۔ په 60 ایکړه مشتمل فری زون د چائنه اوورسیز پو??ټ ولډنګ کمپنی چلوي۔ بزنس سینټر كښې به امیګرېشن، کسټمز، ویزا آپریشن او پو??ټ کلیئرنس اسانۍ د ون ونډو آپریشن د لارې وركولې شي۔ فری زون كښې به بانډډ لاجسټکس لپاره د ټیکس څخه استثنیٰ پالیسی خپلولې شي۔