اسلام آباد ۔ 24 جنوری (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن د نوې اردو لغت آن لا??ن اېډيشن باضابطه پرانسته وكړه- په دې لړ كښې د شورؤ په ورځ ايوان صدر كښې يوه درنه دستوره وشوه په كومه كښې چې قا??ي تاريخ او ادبي ورثې لپاره د وزيراعظم صلاح كار عرفان صديقي ٬ د قا??ي تاريخي او ادبي ورثې سېكتر عامر حسن ٬ د اردو لغت بورډ چيف ايډيټر عقيبل عباس جعفري او ن??رو ادبي شخصياتو ګډون وكړو۔ د څو لسيزو محنت سره تيار شوې په 22 جلدونو
مشتمل د اردو آن لا??ن اېډيشن د لارې به په 22 زره پاڼو نزدې 2 لكهه 64 زره ټكو مشتمل علمي خزانه په انټرنېټ موجود وي د كوم دپاره چې مخصوص “ایپ” تیار كړې شوې۔ دستورې ته خپل خطاب كښې اولس مشر ووئيل دا دستوره ډېره مهمه ده۔ نن زمونږ ژبه تهذيبي وقار سره د لويو نړيوالو ژبو په صف كښې شامل شوې۔ اولس مشر د وزيراعظم صلاكار عرفان صديقي او دده ډلې ته مباركي وركولو سره هيله ولرله چې د ادب او كلتور دا بېرغ به په ټوله نړۍ كښې وقار سره پورته وي۔ اولس مشر ووئيل ژبې د انسان د پېژند??لو او يو بل سره د رابطې يوه ذريعه وي۔ په دې خبره خوشحالي شوې چې په 22 جلدونو مشتمل اردو لغت ټول نزاكتونه او كلتوري تاريخ رامخې ته كړې۔ ده ووئيل د قامي ژبې خذمت ك??ؤنكي او دې سره احسان كوؤنكي مينې سره ياد ساتلې شي۔ ده د دې خواهش څرګندونه وكړه چې اردو لغت كښې كارېدونكې ادبي خزانه دې محفوظ كړې شي۔ اولس مشر اردو ژبې سره د خپلې مينې او د آذربائيجان دورې ذكر كولو سره ووئيل د دغه دورې په مهال ما آذربائیجان كښې اردو لغت سره مينه لرونكو ته د اردو لغت ډالۍ وركړې وه۔ ده ووئيل د اردو لغت آن لا??ن اېډیشن د لارې به دې څخه په ټوله نړۍ كښې استفاده كول ممكن شي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې بدلېدونكي وخت سره په ژبه كښې هم بايد جديديت رامخې ته كړې شي۔ ده هيله ولرله چې د وخت بدلېدونكو غوښتنو سره به نوې لفظونه هم زمونږ لغت كښې شامل كړې شي۔ اولس مشر باور وركړو چې حكومت به د لغت په لړ كښې د كار كوؤنكو حاجتونه ترسره كوي۔ دستورې ته د وزيراعظم صلاحكار عرفان صديقي هم خطاب وكړو او د اردو لغت آن لا??ن اېډيشن په اغراض او مقصدونو ئې رڼا واچوله