اسلام آباد 27 ??سم??ر (اے پی پی) وزیراعظم شاهد خاقا?? عباسی وئيلي دي هېواد د پرمختګ پلو روان دے او جمهوریت متحرك دے ، د حسن ??بد??ل کیډټ کالج د نظم او ضبط اعلیٰ مثال دے، کالج څخه فارغ شوې زدكونكو نه يواځې پاکستان بلکه نړۍ كښې خپل کردار ترسره كوي، ??بد??لین يواځې يو ټكې نه دې بلکه د يو برانډ نامه جوړه شوې، نړۍ كښې ورته د قدر په سترګه كتلې كېږي، د حسن ??بد??ل کیډټ کالج اعلیٰ روایات او معیار لري۔ده د شورو په ورځ حسن ??بد??ل کیډټ کالج كښې د مور پلار ورځ دلنې دستورې ته خطاب کولو۔ په دې موقع د پنجاب ګورنر ملك رفیق رجوانه ، خارجه وزير خواجه محمدآصف، د دفاع وزیر انجینئر خرم دستګیر او نور اعلیٰ چارواكي هم موجود ؤ۔ وزیراعظم شاهد خاقا?? عباسی د حسن ??بد??ل کیډټ کالج د تعلیم معیار په ځائې ساتلو او په تدریسی خذمات د فیکلټۍ غړو له انډومنټ فنډ كښې د 2 کروړه روپو وركولو اعلان وكړو۔ ده ووئيل د حسن ??بد??ل کیډټ کالج اعلیٰ روایات او معیار لري ، کیډټ کالج څخه فارغ شوې زدكونكې يو اعلٰي كردار ترسره كوي، د کیډټ کالج زدكونكې د ژوند ټولو څانګو كښې خپل صلاحیتونه کاروي۔شاهد خاقا?? عباس?? ووئېل د حسن ??بد??ل کیډټ کالج د سباؤن قیادت پیدا کوي۔ وزیر اعظم پرنسپل او فیکلټی غړو له د معیاری تعلیم وركولو لپاره د هغوي خذماتو ته پيرزوئنې وړاندې كړي ۔ ده ووئيل کالج كښې داخل زدكونكې په كوم سفارش نه بلکه د خپل اهلیت په بنیاد راغلې دي، دا د سباؤن قیادت دے۔ وزیر اعظم ووئيل د پنجاب حکومت سره سره وف??قی حکومت هم د حسن ??بد??ل كيډټ كالج لپاره د خپلې برخې کردار ترسره كوي، د سرکاری څانګې پرمختيائي پروګرام كښې دې لپاره بيل كړې فنډز وركول به باورې كولې شي۔ وزیر اعظم د استاذانو په خذمات 2 کروړه روپو او 2 تنخاګانې د اعزازیې په توګه د وركولو اعلان وكړو۔ وزیر اعظم شاهد خاقا?? عباسی ښه پوزیشن ترلاسه كونكو زدكونكو له ميډال او سندونه هم وركړل۔ دې څخه وړاندې شاهد خاقا?? عباسی په روایتی اندازكښې دستورې له راوستې شو چرته چې د کیډټ کالج زدكونكو يوې چټك ډلې ورته سلامي وكړه۔ ده د کالج پرنسپل سره د پريډ معائنه وكړه۔