استنبول ۔ 21 اکتوبر (اے پی پی) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی سره د ګني اولس مشر ایلفا کونډے ملاقات وكړو۔ ملاقات كښې د دوه اړخيزه اړ??كو په لا مستحكم كولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د دواړو لارښودو ترمينځھ دا ملاقات د 9م ډي اېټ مشرانو غونډې په مهال د تركيه تاريخي ښار استنبول كښې وشو۔ دواړو لارښودو ددفاع ٬ كركيلې ٬ زده كړې ٬ رېلوے ٬ بېنكنګ ??و د تعميراتو په څانګه كښې د شريكې مرستې په لا زياتولو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ وزیراعظم ووئيل افريقا لپاره د پاكستان وژن مضبوطې نزدې اړ??كې د تجارت ٬ سرمايه كارۍ ??و دفاعي مرستې د لارې زياتول دي۔ وزيراعظم د ګني اولس مشر ته پاكستان كښې د ټېكسټائل ة لېدر ٬ د انفراسټركچر پرمختګ ٬ انفارمېشن ټېكنالوجۍ او اېس اېم ايز تجربې څخه د ګټې پورته كولو پېشكش وكړو۔ ده ووئيل د كركيلې په څانګه كښې د پاكستان تجربه ??و د څیړنې اسانۍ ګني سره د كركيلې وسائلو په غوره توګه كارولو كښې بشپړه مرسته كولې شي۔ دواړو لارښودو ډي اېټ ته پراختي?? وركولو له د تركيه اولس مشر د وړاندېز توثيق وكړو۔ د ترهګرۍ په نړيوالو چېلنجونو خپلو خبرو كښې وزيراعظم ووئيل پاكستان قامي عزم سره ددې عفريت په ضد لويې كاميابۍ ترلاسه كړي دي۔ د ګني اولس مشر ووئيل ترهګري يو شريك دښمن دے او بايد ددې په صحيح ډول مقابله وكړې شي۔ ده پاكستان سره په هره څانګه كښې د دوه اړخيزه اړ??كو لا مستحكم كولو له د خپلې خوښۍ څرګندونه كولو سره ووئيل د ګني دروازې پاكستاني سرمايه كارو لپاره پرانستې دي۔ ده وزيراعظم ته د ګني زر تر زره دورې كولو بلنه وركړه۔ وزيراعظم بلنه قبلولو سره د ګني اولس مشر ته هم د پاكستان دورې كولو بلنه وركړه۔