اسلام آباد 13 اکتوبر (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي پھ داخلي س??امتيا اثرانداز كېدونكو ??ار??ي عواملو بيا د سره غور كولو له دې په زېركتيا تګلاره جوړه كړې شي ځكه چې كشمير٬هند٬افغانستان٬ايران٬ختيزه آسيا او د چين صورتحال نيغ په نيغه زمونږ د داخلي س??امتيا پھ چارو اثرانداز كېږي۔ده دا خبره د جمعې په ورځ نېشنل ډيفنس پوهنتون كښې د نېشنل سېكورټي وركشاپ اختتامي دستورې ته خپل خطاب كښې وكړه۔په وركشاپ كښې د پارلمان غړو٬اعلٰی س??ل و پوځي چارواكو او د سول سوسائټۍ كسانو ګډون وكړو۔اولس مشر په دې موقع ګډون كوونكو له سرټيفيكټس هم وركړل۔ده ووئيل د عسكريت خوښۍ او ترهه ګرۍ چېلنجونو مخ نيوي له مونږ لويې زيان پورته كړې خو په دې جنګ كښې زمونږ كاميابي هم غېر معمولي دي ٬د كومو لپاره چې سول او ملټري اهلكارو او سياسي او غېر سياسي وګړو ګڼې قربانۍ وركړي په كومو چې دغه ټول كسان د پېرزوينو مستحق دي۔ده ووئيل د دې مسئلو حل له ضروري ده چې داخلي پالېسي سره سره د ??ار??ه پالېسۍ د ځينو اړخونو جاج اخستو سره اصلاح وكړې شي۔اولس مشر وووئيل پاكستان كښې د تېر دريو لسيزو په مهال تندۍ سره بدلون رامخې ته شوې چې ورسره د هېواد په سياسي٬سماجي او اقتصادي چارو هم اثرات مرتب شوي۔ده ووئيل مېډيا په دغه چارو كښې په انفرادي سطح د خپل كردار ترسره كولو هڅه كړې خو په هغې كښې اوس هم نور ګنجائش شته۔اولس مشر ووئيل د هېواد په ځينو برخو كښې په خاص توګه لويو مركزونو كښې سماج دښمنه عناصرو منظم جرمونو ته وده وركړی چې ورسره د دغه ښارون?? پشمول د ټول هېواد سياسي٬سماجي او اقتصادي ژوند ځپلې شوې او د دغه چېلنجونو مخ نيوي له به په ګډه هڅې ك??ل وي۔اولس مشر ووئيل د پاكستان خاص صورتحال كښې تعليمي نظام او نصاب په كوټلي بنيادونو مرتب كولو ته اړتيا ده۔ده ووئيل د روغتيا او د روزګار څانګو لا فعالولو كولو ته اړتيا ده٬په سماج دښمنه عناصرو نظر ساتلو له به د قانون نافذ كونكو ادارو صلاحيتونه ښه ك??ل وي۔ده ووئيل حكومت د ټولو سياسي ګوندونو مشاورت سره نېشنل ايكشن پلان جوړ كړې چې ترمخه يې د ترهه ګرۍ او شرخوښۍ مخ نيوي له ګڼ اړخيزه پالېسۍ ترتيب كړی شوي۔اوس دا ضروري ده چې د دې پلان كاميابۍ له ټ??ل وسائل وكارولې شي۔