پېښور ۔15 مئی (اے پی پی) د پېښور پوهنتون 3 سكالرانو پي اېچ ډي وكړه۔ د سكالر شاهد اقبال د مقالې د دفاع دستوره سنټر فار ډی??اسټر پریپیئرډنس اېنډ مېنجمنټ كښې وشوه او ډی??اسټر مېنجمنټ كښې د پي اېچ ډي ډګرۍ حقدار وګرځولې شو۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د پېښور پوهنتون څخه په ډی??اسټر مېنجمنټ كښې پي اېچ ډي كوؤنكې اولنې سكالر دے۔ د سکالر بادشاہ محمد د مقالې د دفاع دستوره په سوشیالوجی ډیپارټمنټ كښې وشوه او په سوشيالوجي كښې د پي اېچ ډي ډګرۍ حقدار وګرځولې شو۔ د سکالرې نیلم م??تار د مقالې د دفاع دستوره په کمپی??ټر سائنس ډیپارټمنټ كښې وشوه او په کمپی??ټر سائنس كښې د پی اېچ ډی ډګرۍ حقداره وګرځولې شوه۔ د دفاع دستورو كښې فېكلټي ٬ ريسرچ سكالرز او د زده كوؤنكو سره سره د بېلو څانګو څخه تعلق لرونكو ګن شمېر كسانو ګډون كولو