اسلام آباد ۔ 31 جنوری (اے پی پی) د خارجه سېكترې تهمينه جنجوعه په مشرۍ كښې اعلی كچ پلاوې به د پاكستان يو والي اېكشن پلان ترمخه اے پي اے پي اېس وړومبۍ غونډه كښې ګډون له په درېمه فرورۍ افغانستتان ته ځي۔ د شورؤ په ورځ افغان خبر رسنې ادارې كابل كښې د پاكستان سفارت لخوا د جاري بيان په حواله وئيلي دي چې د خارجه سېكترې په مشرۍ كښې پاكستان پلاوې به افغان چارواكو سره د ترهګرۍ مخنيوي ٬ د روغې جوړې او د افغان كډوالو ستنېدو په شمول تعميري خبرې اترې كوي۔ بيان كښې وئيلي شوي دي پاكستان د ميډيا د لارې د ډپلومېسي په ځائې افغانستان سره په دولتي او سټېټ ټو سټېټ كچه رابطې غواړي۔ پاكستان په دغه بنيادونو ?? افغان داخله وزير وېس احمد ب??مك او اېن ډي اېس مشر معصوم ستانك زئۍ اسلام آباد ته راتګ لپاره د افغان دولت خواست قبول كړې۔