اسلام آباد 15 جنوري(اے پي پي) خارجه سېك??رې تهمینه جنجوعه امريكې سره اړيكې د شريك باور او احترام په چاپېريال كښې د مخ په وړاندې بوتللو په حاجت ټېنګار كولو سره وئيلي دي د قانون نافذ كوٶنكو ادارو كاروائيو د هېواد امنيتي وضعه ښه كولو كښې مركزي كردار لوبولې ٬د ترهه ګرۍ مخ??يوي كوټلې اقدامات به د ګردې منطقې امن او استحكام لپاره هم ګټور وګرځي٬ د پولي دواړه خوا د تګ راتګ پحقله د اندېښنو مخ??يوي لپاره پاك افغان سرحدي انتظام لا قوي كولو ته اړتيا ده۔ دې دا خبرې د ګل په ورځ د امريكې لنډ مهال مرستيال خارجه وزيرې اېلس وېلس سره وكړې چا چې دې سره په خارجه دفتر كښې ملاقات كولو۔ د امريكې نائب خارجه وزير سره د امريكې د قامي سلامتيا كونسل اعلٰې چارواكو او پاكستان كښې د امريكې سفير ډېوډ هېل هم په دې موقع موجود ٶ او د خارجه سېك??رې ملاتړ د خارجه وزات چارواكو كولو۔ د امريكې د معاون خارجه وزير دا دوره دوه اړخيزه او سيمه ايزې مرستې لپاره د دواړو هېوادونو ترمېنځه د باقاعده رابطو برخه ده۔ د سيمه ايز استحكام پحقله خارجه سېك??رې د پاكستان استحكام په ضد د دښمنه عناصرو لخوا افغان خاوره په پرله پسې كارولو د تشويش څرګندونه وكړه۔ دې ووئيل د پولي دواړه خوا د تګ راتګ پحقله د اندېښنو مخ??يوي لپاره پاك افغان سرحدي انتظام لا قوي كولو ته اړتيا ده۔ ۔ خارجه سېك??رې ووئيل د افغان كډوالو په سمدستي توګه ستنېدل هم افغانستان سره د اړيكو ښه والي لپاره مهم دي۔ خارجه سېك??رې منطقه كښې د امن او استحكام ود?? لپاره د هلو ځلو دوامدارو ساتلو په اړه د پاكستان د عزم پخلې وكړو۔ خارجه سېك??رې د امريكائي پلاوي پام د هندي پوځ د سرلښكر د اوسني غېر ذمه واره بيانونو او په كنټرول لائن او وركنګ باٶنډري ډزو پلو وګرځولو او د پاكستان په پوستو د هند د مارټر بريدونو غندنه ئې وكړه د كومو په نتيجه كښې چې تېره شپه د پاكستان ځوانان شهيدان شوي۔ دې د امريكې پلاوي ته ووئيل ھغوي دې هند ته د صبر او زغم نه د كار اخستو او د ډزو د ناوړه كاروائيو بندولو تلقين وكړي۔ د اوږدې مودې او د دوه اړخيزه اړيكو د اهميت ذكر كولو سره د امريكې لنډ مهاله معاون خارجه وزيرې/سفيرې اېلس وېلس د ترهه ګرۍ خاتمې لپاره د پاكستان هلې ځلې تسليم كړې او د امريكې لخوا په افغانستان كښې د استحكام شريك مقصد لپاره ئې پاكستان سره په ګډه كارولو لپاره د امريكې خوښي ښكاره كړه ۔ دې ووئيل د نزدې ګاٶنډي او منطقه كښې د مهم هېواد په توګه افغانستان لپاره د امريكائي لائحې د كاميابۍ په لړ كښې د پاكستان ملاتړ ډېر مهم دے۔ دې د ترهه ګرۍ مخ??يوي هڅو كښې د رابطو ښه كولو پحقله د دواړو هېوادونو د استخباراتي مرستې لا قوي كولو په حاجت ټېنګار وكړو