اسلام آباد 08 نومبر ﴿اے پي پي﴾ وز??راعظم شاهد خاقان عباسي د هېواد د سمدري حدودو د دفاع په اړه د پاك بحريه په وظيفه اي صلاحيتونو د بشپړه باور څرګندونه ??ولو سره وئيلي دي چې زمونږ بحريه د مورني وطن د سمندري مفاداتو تحفظ٬ د سمندري پولو ساتنې او ګوادر بندر او سي پېك ته امنيت وركولو لپاره په بشپړه توګه تياره ده٬ حكومت به د پاك بحريه پرمختيائي پروژو په عملي كولو كښې بشپړه مرسته كوي۔ ده دا خبرې د شورو په ورځ د نېول هېډكوارټرز دورې په مهال وكړې۔ وز??راعظم ووئيل چ?? هغه د مېري ټائم څانګې د اهميېت٬ د هغې د پراخا اقتصادي صلاحيت او د دې خبرې نه ??ه ښه ډول خبر دے چې د پاكستان پرمختګ د مېري ټائم څانګې پرمختګ سره تړون لري۔ وز??راعظم ووئيل چ?? دا خبره ډېره ?? اطمينان وړ ده چې زمونږ بحريه د مورني وطن د سمندري مفاداتو تحفظ٬ د سمندري پولو ساتنې او ګوادر بندر او سي پېك ته امنيت وركولو لپاره په بشپړه توګه تياره ده۔ ده ووئيل چ?? حكومت به د پاك بحريه پرمختيائي پروژو په عملي كولو كښې بشپړه مرسته كوي او دې لپاره پوخ عزم لرو چې دغسې دا خبره باوري كړې شي چې دا د راتلونكي وخت د چېلنجونو مقابلې لپاره متوازن او موثر قوت لرونكې ده۔ د دې څخه وړاندې وز??راعظم ته پاكستان د ورپېښو مېري ټائم سېكيورټي چېلجنونو٬ د مېري ټائم څانګې پرمختګ او د اضافي يارډشپ د ضرورت په اړه بريفنګ وركړے شو۔ په بريفنګ كښې كښې د اړوند وزارتونو اعلٰي چارواكو هم ګډون وكړو۔ وز??راعظم د كمانډ آپرېشنل سنټر دوره هم وكړه۔ هېډكوارټرز ته په راتګ د وز??راعظم هركلې د پاك بحريه مشر اېډمرل ظفر محمود عباسي وكړو۔ د پاك بحريه چټك ډلې ده ته ګارډ اف آنر وړاندې كړو۔ په نېول هېډكوارټرز كښې خدمات ترسره كوونكي پرنسپل افسران هم وز??راعظم سره معرفي كړے شول۔