اسلام آباد 26 اکتوبر (اے پي پي) د پوسټل سروسز و??اق?? وزير مولانا امير زمان د چين نوي سفير ياؤجنګ له مباركي وركولو سره وئېلي دي چې د بلوچستان حكومت د چين سي پېك پالېسۍ ته د قدر ??ه سترګه ګوري او د پاكستان او چين ترمينځه ملګرتيا ورځ په ورځ قوي كېږي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د چين سفير سره د ملاقات نه پس مېډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔ ده د بلوچستان صوبې د اړخه د چين سفير له د نيكو هيلو پېغام وركړو۔ په دې موقع مولانا امير زمان ووئيل د بلوچستان حكومت د چين سي پېك پالېسۍ ته د قدر ??ه سترګه ګوري او د پاكستان او چين ترمينځه ملګرتيا ورځ په ورځ قوي كېږي۔ ده ووئيل بايد د سي پیك پالېسي زر تر زره بشپړه كړې شي٬ حكوم?? به د چين حكومت سره هر ډول مرسته كوي ځكه چې سي پېك د بلوچستان څوكالۍ لپاره لويه پروژه ده۔ په دې موقع ده د موده ترسره كونكي سفير سن وائي ډونګ خدمات وستائل