نیویارك 21 س??مب?? (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دې چې سي پېك په لويه كچه د سرمايه كارۍ مهمه ذريعه ده٬ مونږ لوېديز څخه هم سرمايه كارۍ له نور اضافي وسائل غ??اړ??۔ وزيراعظم دا خبرې د ورلډ اكنامك فورم اېګزېكټو چيئرمېن كلاٶس شواب سره خپلو خبرو كښې وكړې چا چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غونډې په موقع د زيارت په ورځ وزيراعظم سره ملاقات وكړو۔ په دې موقع کلاؤس شواب ووئيل چې زه د ??اک??تان په معیشت كښې اوسني پېشرفت څخه متاثر شوې يم ٬ ??اک??تان كښې اوسنې بدلون دې خبرې ته اشاره كړې ده چې په نظام كښې سياسي استحكام ښه موجود دې چې ورسره د نړيوالې كاروباري ورورولۍ باور زيات شوې دې۔ شواب وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ته په ورلډ اكنامك فورم كښې ګډون له بلنه وركولو سره ووئيل چې زه غ??اړ?? چې د پاكستان د كاميابو تفصيلاف دې فورم ته وړاندې كړې شي۔ ده ووئيل لويديز سره د پاكستان اړيكې په لسيزو پخوانۍ دي او دې ته ډېر په درنه سترګه كتلې شي۔ کلاؤس شواب د صحت، انفارمېشن ټېکنالوجۍ او د سائبر امنيت په څانګو كښې په رابطو زور ر??اړ?? كومو كښې چې پاكستان پرمختګ كوي۔ وزیراعظم ووئيل په دې څانګو كښې د مرستې بلها امكانات موجود دي۔ ده ووئيل حكومت نه يوازې سركار?? څان??ې بلكې نج?? څانګې ته هم پام ګرځوي كومه چې پرمختګ كښې د بنيادي محرك حېثيت لري۔ د ملاقات په مهال د رابطو او مرستې دوام داره ساتلو لپاره سلا راغله۔