چشمه 08 ستمبر (اے پی پی)??زي??اعظم شاهد خاقان عباسي وئېلي دي چې هېواد څخه د لوډ شېډنګ ختمولو ته حكومت خاص پام لرنه كوي٬د لس زره مېګاواټ څخه زيات برېښنا پروژې به راروان كال جون څخه وړاندې بشپړ شي٬د 2017 نه پس به هېواد كښې لوډشېډنګ ختم شي٬د جوهري توان دا پروژه به تر 2020 اټامك ا??رج?? كمېشن ته د وركړې كېدونكې 8800 مېګاواټ هدف ترلاسه كولو پلو يو مهم ګام ثابت شي٬زمونږ حكومت چين سره په ګډه د سي پیك ترمخه لويې پروژې پیل كړي د كومې ميوې چې اولس ته رسېدل پیل شوي٬د هېواد د پرمختګ شرح 5 فيصد څخه زياته شوې۔ده د جمعې په ورځ چشمه پاور پلانټ سي فور پرانستې په موقع دستورې ته خطاب كولو۔پھ دستوره كښې د كورنيو چارو ??زي?? احسن اقبال٬د برېښڼا دوهم ??زي?? عابد شېرعلي٬د پاكستان اټامك ا??رج?? كمېشن چيئرمېن محمد نعيم٬د چين سفير سن وائي ډونګ٬د اېس پي ډي ډائرېكټر لېفټيننټ جنرال مظهر نويد او نور سينئر چارواكي هم موجود وو۔??زي??اعظم شاهد خاقان عباسي ووئيل په 28 ستمبر 2016 كښې د چشمه يونټ تهري باقاعده پیل څخه 8 مياشتې پس د هېواد 5م جوهري بجلي ګهر چشمه يونټ فور پرانسته د وياړ وړ خبره ده۔ده ووئيل تېر وخت پلو كتلو سره په دې خبره خوشحاله شوې يم چې كله چشمه يونټ ون جوړیدو لوظ نامه شوې وه نو هغه وخت هم په هېواد كښې د محمد نواز شريف حكومت وو او هغه لوظ نامې د دواړو هېوادونو ترمينځه د نيوكليئر توان څانګه كښې د مرستې بنياد اېښودلې۔په چشمه كښې چلېدونكې درې واړه يونټ په هېواد كښې د ښه كاركردګۍ وړ دي او دا وخت هېواد ته 900 مېګاواټ څخه زياته برېښڼا په آرزانه بيعه وركوي۔ده ووئيل زه په دې خبره هم خوشحاله يم چې دوه اضافي پروژې كے ټو او كے تهري هم تندۍ سره بشپړیدونكې دي او دا به د خپل وخت څخه وړاندې بشپړ شي۔??زي??اعظم ووئيل پاكستان كښې د باور وړ او د قوي جوهري توان پروژو بنياد اېښودلې شوې۔ده ووئيل د چين پھ مرسته پھ چشمه كښې جوړ كړې شوي د چشمه نيوكليئر پاور بنياد اېښودلې شوې۔پھ هېواد كښې روان د برېښنا ګڼو پروژو نه علاوه چشمه او مظفر ګړھ كښې د نور پاور پلانټس جوړولو منصوبه هم شته او دا به د حكومت د اړخه تر 2020 د پاكستان اټامك ا??رج?? كمېشن ته د وركړې كېدونكې 8800 مېګاواټ هدف ترلاسه كولو پلو يو مهم ګام ثابت شي۔ده ووئيل حكومت به د محمد نواز شريف هغه عزم پو??ه كوي چې كوم هدف پاكستان اټامك ا??رج?? كمېشن ته وركړی شوې وو د هغې پو??ه كولو كښې به هر ډول مرسته كولې شي۔ده ووئيل په دې خبره كښې هېڅ شك نشته چې د چين حكومت او د چين اولس د مرستې نه غېر دا پروژه ترسره كېدې نه شوې او په دې موقع د چين حكومت٬ د چين اټامك ا??رج?? كمېشن او د نورو چينائي تنظيمونو پشمول د ايكسپورټ ايمپورټ بانك آف چائنه هم مننه كوم چا چې د نوې نيوكليئر پلانټ لپاره مونږ سره تكنيكي او مالي مرسته وكړه۔??زي??اعظم ووئيل زه به نورو چينائي كمپنو ته هم پاكستان كښې د نيوكليئر پاور پلانټ لګولو او پھ دې څانګه كښې د لا سرمايه كارۍ كولو بلنه وركړم۔ده ووئيل هېواد څخه لوډشېډنګ ختمولو ته مونږ تر ټولو اول پام كوو۔د دې كبله حكومت په ترجيحي بنياد د برېښنا ترلاسه كولو له د لس زره مېګاواټ څخه زياتې منصوبې جوړې كړې۔ده ووئيل زه باور لرم چې د نومبر 2017 څخه وروستو به هېواد څخه لوډشېډنګ ختمولو كښې كامياب شو۔ده ووئيل پي اے اي سي د روغتيا په څانګو كښې هم د قدر وړ خذمات ترسره كړې دي۔دا مهال د پاكستان اټامك ا??رج?? كمېشن تر سيوري لاندې پھ ټول هېواد كښې د كينسر 18 روغتونونه كار كوي او د هېواد د كينسر 80 فيصده رنځورانو علاج د اټامك ا??رج?? كمېشن پھ كينسر روغتونونو كښې كېږي۔??زي??اعظم ووئيل زمونږ حكومت چين سره د معاشي راهدارۍ سترې منصوبې پیل كړې دي چې ميوې يې د پاكستان اولس ته رسېدل پیل شوي دي۔ده ووئيل د چين مشرتابه وعده كړې چې هغوي د سي پیك د لارې د پاكستان معيشت مضبوطول غواړي او د صنعت په څانګه كښې زمونږ مرسته كول غواړي۔??زي??اعظم پھ دې مهال چين څخه د راغلي ګرانو مېلمنو او ګډون كونكو مننه وكړھ۔ده دعا وكړه چې د جوهري توان ټولې منصوبې دې ترسره شي او راتلونكو كلونو كښې دې د برېښنا پیداوار روان پاتې شي