اسلام آباد 13 دسمبر(اے پی پی) د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د كرتارپ??ر راهدارۍ پرانستې هركلي كولو سره د پاكستان او فلپائن لخوا وړاندې كړې شوې قرارداد ??نظ??ر كړو۔ قرارداد كښې د امن ودې له د بېلو مذهبونو او كلتورونو ترمينځه د مكالمې رامخې ته كولو پھ حاجت ز??ر راوړلې شوې٬ 193مه كسيزه عمومي اسمبلۍ په يوه خله د قرارداد ??نظ??ري وركړه۔ قرارداد كښې وئېلي شوي دي چې د سكهانو په مقدسو ځايونو كښې يو كرتارپ??ر راهداري د مذهبونو ترمينځه د همغږۍ او د سوله ايزې ګاونډګيرۍ جذبې ترمخه پرانستلې شوې۔ دا خبره د يادونې وړ ده چې وزيراعظ?? عمران خان د سكھ مذهب مؤسس ګرو نانك 550مې زېږېدنې ورځې په موقع د نومبر په 9مه نېټھ د دې راهدارۍ پرانسته كړې وه۔د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په خپل قرارداد كښې د هند او پاكستان حكومتونو ترمينځه د كرتار پ??ر راهدارۍ د لارې ياتريانو ته د ويزې نه غېر پاكستان ته د راتللو د اجازې وركولو پرېكړې ستائنه وكړه۔د قرارداد ??نظ??رۍ څخه وروستو اے پي پي سره خبرو كښې ملګرو ملتونو كښې د پاكستان سفير اكرم منير ووئيل كرتار پ??ر راهداري پرانستل د وزيراعظم يو تاريخي ګام دے۔ د دې د لارې د مذهبونو او كلتورونو ترمينځه د اړيكو عكاسي كېږي۔ ده ووئ??ل د عمومي اسمبلۍ لخوا په يوه خله د قرارداد ??نظ??ري او د دې هركلې كول ??ه نړيواله كچه د وزيراعظ?? عمران خان د پرېكړې ستائنه ده۔ده ووئ??ل دا خبره په ښكاره توګه رامخې ته شوې چې منطقه كښې امن له څوك كار كوي او څوك امن له خطر جوړیږي