اسلام آباد 02 دسمبر (اے پي پي) اولس مشر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي د ډيجيټل ټيکنالوجۍ كارولو څخه انقلابي بدلون رامخې ته كېدې شي٬ پاکستان هم د ډيجيټل ټيکنالوجۍ كارلو څخه استفادہ كولې شي٬ مونږ له به پاکستان كښې ?? بشري وسائلو پرمختګ پلو پام ګرځول وي۔ اولس مشر ډاكټر عارف علوي دا خبرې د ګل په ورځ په ډيجيټل ټولنه كښې ?? كوټلي پرمختګ په سرخط كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ اولس مشر ووئيل څلورم صنعتي انقلاب د ژوند په هره څانګه مهم اثرات مرتب كړي۔ ده ووئيل د ډيجيټل ټيکنالوجۍ كارولو څخه انقلابي بدلون رامخې ته شوې او ورسره زيات چېلنجونه هم راپېدا شوې دي چې مثبت او م??في دواړه ډول اثرات لري۔ ده ووئېل د ژوند په يو شمېر څانګو كښې ?? ډيجيټل ټيکنالوجۍ په زړه پورې اړخونو څخه استفاده كېدې شي۔ اولس مشر ووئيل مونږ له به دا جاج اخستل وي چې ډيجيټل ټيکنالوجۍ څخه څنګه مستفيد كېدې شو او څنګه د دې په استفاده كولو اولس لپاره آسانۍ راپېدا كېدې شي۔ ده ووئيل د ډيجيټل ټيکنالوجۍ د لارې د اولس خېرښګرې پروګرامونو له هم مرسته ترلاسه كېدې شي٬ دې څخه به د احساس پروګرام كاميابۍ لپاره هم معاونت ترلاسه شي۔ ده ووئيل د تجارت او كركيلې په څانګه كښې هم د ډيجيټل ټيکنالوجۍ كارولو سره انقلاب راوتللې شي۔ ده ووئيل ډيجيټل ټيکنالوجۍ څخه به په ځائي كچه د لوړو زده كړو م??قعې هم راپېدا شي۔ ده ووئيل كوټلي پرمختګ لپاره د غريب او شتمند ترمېنځه فرق او معاشرتي تفريق به هم ختم شي۔ اولس مشر ووئيل مونږ له به پاكستان كښې ?? بشري وسائلو پرمختګ پلو پام ګرځول وي۔