??سل??م آباد 31 اکتوبر (اے پي پي) داخله وزير اعجاز احمد شاه وئيلي دي چې مولانا فضل الرحمن اح??جا??ي مارچ د مخالفې ډلې اح??جا??ي مارچ جوړولو كښې پاتې راغلې٬ځينې عناصر مولانا فضل الرحمن استعمالولو سره حكومت په نښه كول غوښتل، مونږ جمهوري خلق يو په دې سوب وزيراعظم پرېكړه كړې چې د مخالفې ډلې د اح??جا??ي مارچ لاره به نه نيسو٬ په هر قيمت به د اولس د ځان او مال تحفظ باوري كوي۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو سلاحكار ډاكټر ف??دوس عاشق اعوان سره په ګډه خبري كنفرنس ته خپلې وېنا كښې داخله وزير اعجاز شاه ووئيل په ??سل??م آباد كښې اح??جا??ي مظاهرې كېږي ٬ په كال 2016 كښې د پي ټي آئي اح??جا??ي مارچ لپاره د خېبر پښتونخوا څخه د راتلونكو مظاهرچيانو ??سل??م آباد ته د راتګ نيولې وه خو اوسني حكومت اح??جا??ي مارچ كښې ګډون كو??نك?? له د آسانيو وركولو پرېكړه كړې ده٬ د اح??جا??ي مارچ په اړه د ډلو بيانونو له امله د حكومت او مخالفې ډلې ترمېنځه سياسي تاٶ تريښوالې زيات شوې و۔ ده ووئيل وزيراعظم پرېكړه كړې چې د اح??جا??ي مارچ لاره به نه نيسو٬ مونږ جمهوري خلق يو او په مذاكراتو باور لرو٬ د مخالفې ډلې سره خبرو اترو لپاره د حكومت مذاكراتي ډله جوړه شوې ده او مونږ د بېلا بېلو تګلارو څخه تر لاسه شوې امنيت په اړه د اطلاعات په سوب اح??جا?? كو??نك?? هم د خطرو څخه خبر كړې شوې دي٬ د اح??جا??ي مظاهرچيانو او ??سل??م آباد انتظاميې ترمېنځه په ضابطه اخلاق هم لاسليك شوې دې٬ په ضابطه اخلاق كښې 37 نكات دي چې مخالفې ډلې په اتفاق كړې دې٬ حكومت د لوظ له مخې د مظاهرچيانو لاره چرته هم نه ده نيولې٬ د پنجاب او سندھ نه راروانه قافله به روات٬ فېض آباد او د نائنيتھ ايونيو د لارې ??سل??م آباد ته داخلېږي۔ د مولانا فضل الرحمن ګران كنټېنر لپاره جلا روټ وركړې شوې دغسې ھغوي كومې پرېشانۍ سره مخ نه شي٬ د كوهاټ او سوئيلي ضلعو قافلې به د خوشحال ګړھ پل به د په جي ټي روډ ??سل??م آباد ته راځي او د خېبر پښتونخوا نه راتلونكې قافلے به په رشكئۍ انټرچينج ??سل??م آباد ته راځي۔ ده ووئيل د مخالفې ډلې درې اے پي سي شوي خو مولانا فضل الرحمن د مخالفې ډلې ګوندونه هم د خپلو غوښتنو نه نه دي خبر كړې۔ ده ووئيل د هېواد په تاريخ كښې په وړومبي ځل حكومت مخالفې ډلې سره مذاكراتو لپاره د دفاع وزير پروېز خټك په مشرۍ كښې مذاكراتي كمېټي جوړه كړې دې ٬ كمېټۍ د مخالفې ډلې رهبر كمېټۍ سره مذاكراتو لپاره يو مناسب اتفاق رائے پېدا كړې ده٬ ډي چوك كښې د جلسو په اړه عدالتي پرېكړه تر نظر ساتلې شوې٬ دوي ته د پرېډ ګراٶنډ آپشن وركړې شوې ؤ خو هغوي جلسې لپاره په پشاور مو?? اتفاق وكړو٬ حکومت د خېر سګالۍ په توګه دې تجويز سره اتفاق كړې۔ ده ووئيل د جمعيت علماء ??سل??م (ف) ځائي مشرانو او انتظاميې په ګده د جلسې انتظامات كړې دي٬ د جلسے په ځائ كښې ټول ضروري آسانۍ وركړې شوې دي۔ داخله وزير د دې توقع څرګندونه وكړه هيله لرو چې دوي به د خپلې لوظنامې پالنه وكړي او د ضابطه اخلاق به پابندي وكړي٬ د جلسے ګډون كو??نك?? به نه تنګوٶ د هغوي جلسې او د مولانا فضل الرحمن امنيت لپاره هر ډول ممكنه اقدامات شوې دي٬ د جلسه ګاه دننه امنيت د دوي خپله ذمه واري ده۔ داخله وزير ووئيل امنيت لپاره په وړومبۍ برخه كښې پوليس٬ دوېمه كښې رېنجرز او په درېمه برخه كښې به پوځ وي٬ هڅه دې چې يوه ناوړه پېښه رامخې ته نه شي او مونږ له د پوليس كارولو حاجت هم رامخې ته نه شي۔ د دې نه وړاندې د وزيراعظم اطلاعات او خپرونو لپاره خاص مرستيالې ډاکټر ف??دوس عاشق اعوان ووئيل حكومت د جمهوري رواياتو له مخې د سياسي اح??جا?? اجازه وركړې ٬ په سياسي مېدان كښې مقابله كول زمونږ لپاره ګرانه نه ده ٬ اح??جا?? كو??نك?? له به دا خيال ساتل وي چې د دوي كوم حركت سره د پاكستان تشخص ته زيان ونه رسي ۔ ډاکټر ف??دوس عاشق اعوان ووئيل ??سل??م آباد كښې د بېلا بېلو سفارتونو د 7 زره كسانو د امنيت حكومت ذمه وار دې ٬ په تېر وخت كښې په مېريټ د بريد نه پس ملګرو ملتونو پاكستان نان فېملي سټېشن ګرځولې ٶ خو بيا ملګرو ملتونو دا درجه بحال كړه۔ دې ووئيل د حكومت د هلو ځلو په سوب هېواد كښې امن او امان بحال شوې دې۔ دې ووئيل د مولانا فضل الرحمن سياسي بيانيه وزن نه لري٬ د سوله ايز مارچ حق حكومت تسليم كړې دې خو مونږ دا اميد لرو چې اح??جا?? كو??نك?? به د خپل لوظ پالنه وكړي