اسلام آباد 22 اک??وبر (اے پی پی) لنډ مهاله اولس مشر صادق سنجراني د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر سره د هغه په استوګنه ملاقات وكړو او هغه سره ئې د هغه د تره ملك محمد نظيف خان په مړينه غم??از?? وكړه كوم چې د اتوار په ورځ په صوابې كښې په حق رسېدلې ؤ۔ لنډ مهاله اولس مشر دعا وكړه چې لوي څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځائ او غم جنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔ د بلوچس??ان نېشنل ګوند چيئرمېن ??ردار اختر مېنګل٬ د قامي اسمب??ۍ پخواني سپيكر سردار اياز صادق٬ په سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر شبلي فراز او دوهم وزير شبير علي قريشي هم سپيكر سره جلا جلا ملاقاتونه وكړل او د هغه د تره په مړينه ئې غم??از?? وكړه۔ د دې نه علاوه د قامي اسمبلۍ غړو هم سپيكر سره ملاقاتونه وكړل او غم??از?? ئې وكړه۔ د قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ لخوا د سپيكر د تره بخښنې لپاره د دعا دستوره كښې دعاګانې وكړې شوې